طالبانو دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

د خپرېدو وخت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوي چارشنبه دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي.‌

په دې ډله کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیو زیلنډ، ایټالیا، سویلي کوریا، اروپایي ټولنې، اسپانیا،‌ امریکا،‌ ناروې، سویډن،‌ هالنډ،‌ اسټرالیا، بریتانیا او جاپان استازو ګډون کړی دی.

دې کتنه کې د افغانستان پر امنیت او بشري وضعیت،‌ عامې روغتیا، اقتصادي او سیاسي مسایلو، بشري حقونو او د نجونو د زدکړو پر پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بخلي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې،‌ طالبانو دې ناسته کې شریکو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره به امنیت تامنیوي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ماموریت شازدافیر مارټېن لانګډن پر خپله ټوېټر لیکلي، دې ناسته کې یې طالبانو سره د نجونو د زدکړو،‌ ترهګرۍ او بشري‌ حقونو په اړه 'سپینې خبرې کړې دي'.

نوموړی وایي، ګډونوالو هوډ وښود چې د افغانستان د خلکو د ښېګڼې لپاره به دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

وروسته له هغه چې تېره اګست میاشت کې طالبانو پر افغان پلازمېنې ولکه وکړه، ګڼو لویدیځو هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه وتړل.

د چین، پاکستان،‌ روسیې او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري، خو امریکا او اروپایي‌ ټولنې خپل ماموریتونه دوحې ته لېږدولي‌ دي.

طالبانو له هغه راهیسې خپل حکومت او سرپرسته کابینه هم اعلان کړي، خو تر اوسه د نړۍ د هېڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

طالب چارواکي داسې مهال د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره کتي چې افغانستان له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.

د افغانستان د دولت شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

طالبانو، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره په سملاسي توګه د دې شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې.

خو امریکا او اروپایي ټولنې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې، او ټینګار کوي چې له نورو لارو به افغانانو سره بشري‌ مرستې کوي.‌