له بېوزلو سره مرسته: لندن کې افغانان د خپلو هېوادوالو لاسنيوي لپاره پيسې غونډوي
د خپرېدو وخت
بريتانيا مېشتو افغانانو، خپل ټاټوبي افغانستان کې له بېوزلو او محرومو وګړو سره د مرستې او لاسنيوي هلې ځلې پيل کړې دي.
دلته يو شمېر ځوانانو، نجونو او هلکانو چې د پوهنتونو زده کوونکي دي، د علمي او کلتوري فعاليتونو له لارې بسپنې او پيسې ټولوي او بيا یې افغانستان ته لېږي.
تنظيموونکي يې وايي د دغو فعاليتونو فعاليتونو له لارې دا هم غواړي چې نورې نړۍ ته افغان کلتور وروپېژني.
شکېبا حبيب یې دلته لندن کې يوه فعاليت ته ورغلې وه.