امریکا د داعش- خراسان ډلې ۳ مشران د 'نړیوالو ترهګرو' لېست کې شامل کړل

y

د عکس سرچینه، State Department CTB

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې درې مشران د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړي دي.

په دې هکله د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا د امریکا د هغو هلو ځلو یوه برخه ده، چې غواړي افغانستان د ترهګرو پر یوه خوندي ځای بدل نه شي.

په اعلامیه کې ثناالله غفاري او سلطان عزیز عزم او مولوي رجب نومونه د داعش ډلې د مشرانو په توګه یاد شوي، چې د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل شوي دي.

په اعلامیه کې ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، د داعش خراسان څانګې عمومي مشر بلل شوی، چې د اعلامیې په ټکو د ۲۰۲۰ کال له جون راهیسې د دې ډلې مشري کوي.

د نوموړي په هکله ویل کېږي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې ټولو فعالیتونو منظوري ورکوي او مالي امکانات ورته چمتو کوي.

د سلطان عزیز عزم په هکله چې یوازې د سلطان عزیز په نامه هم شهرت لري، ویل کېږي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت له پیلېدو راهیسې د دې ډلې د ویاند دنده لري.

دغه راز په اعلامیه کې ویل شوي، عصمت الله خالوزی د داعش ډلې لپاره د مالي امکاناتو چمتو کولو په تور په دې لیست کې شامل شوی دی.

د نوموړي په هکله ویل شوي چې په نړیواله کچه د داعش ډلې خراسان څانګې لپاره مالي امکانات چمتو کوي.

مولوی رجب چې په مولوي رجب صلاح الدين هم مشهور دی په کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې يو مشر دی. نوموړي په کابل کې د داعش بريدونو قومانده پر غاړه لرله.

داعش ډله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا پوځي چارواکي مني چې افغانستان کې د داعش زرګونه وسلوالو موجود دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د خالوزي په هکله ویل شوي، چې په ترکیه کې یې د حوالې له لارې د پیسو لېږد کاروبار درلود او په متحدو عربي اماراتو کې یې هم د داعش مشرتابه لپاره د مالي امکاناتو چمتو کولو یو کاروبار چارې پرمخ بیولې.

د نوموړي په هکله ویل شوي، چې له ترکیې یې د داعش ډلې لپاره د انسانانو قاچاق کې هم لاس درلود.

د بندیزونو له مخې به امریکايي وګړي له دې کسانو سره د هیڅ ډول راکړې، ورکړې اجازه نه لري او د امریکا په قضايي قلمرو کې به د دوی جایدادونه او نورې شتمنۍ کنګل کېږي. دغه راز به دې کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د امریکايي مالي او اقتصادي نظامه ګټه واخلي.

یاده دې وي چې تېره اګست میاشت کې له افغانستان د خپلو پوځیانو ایستلو پر مهال امریکایي پوځي چارواکو ویلي‌ وو،‌ د داعش ډلې شاوخوا دوه زره جنګیالي لا هم افغانستان کې موجود دي.

له هغه راهیسې داعش ډلې په کندوز، کندهار او کابل کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسؤلیت اخیستی او پر طالبانو یې هم بریدونه کړي دي.

طالبان له یوې خوا ټینګار کوي چې داعش ډله افغانستان کې کوم لوی خطر نه دی،‌ خو په ورته مهال یې څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان ختیځ کې یې د دې ډلې پر ضد پوځي عملیات کړي دي.