د ماشوم نړيواله ورځ: روان وضعيت پر افغان ماشومانو ناوړه اغېز کړی
د ماشومانو نړیوالې ورځې لمانځنې سږنی شعار هر ماشوم له پاره ښه راتلونکی دی. دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي،چې افغان ماشومان له ګڼو کړاونو کړېږي او په ملګرو ملتو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې شاوخوا درې میلیونه افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې ښايي یو میلیون افغان ماشومان د کال ترپایه له لوږې خپل ژوند وبایلي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغان ماشومانو وضعيت د "نړيوالو رسنيو ناسم تبليغ" بللی دی او وايي "که ستونزې ډېرېږي مسووليت يې د نړيوالې ټولنې پر غاړه دی."
له ۱۹۵۴ کال راهیسې هر کال د نومبر پر شلمه د ماشوم نړۍ واله ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په دې هدف لمانځل کېږي چې په نړيواله کچه ماشومانو لپاره ګډ کار وشي، عامه پوهاوی زیات او د ماشومانو پالنه ښه شي.
په ۱۹۸۹ کال کې د ماشومانو د حقونو کنواسیون د ملګرو ملتونو له خوا رامنځته او تایید شو. د دې کنوانسیون له منل کېدو وروسته د نړۍ په کچه د ماشومانو وضعیت کې د پام وړ ښه والي راغلی. خو لا هم ستونزې شته په تېره جګړه ځپلو او بېوزلو هېوادونو کې.
د دې ستونزو له ډله د زدکړې محرومیت دی. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې لا هم د نړۍ لر او بر ۲۶۲ میلیونه ماشومانو د زدکړې له حقونو بې برخې دي. بله لویه ستونزه د ماشونو نجونو ودول دي. په نړۍ کې ۶۵۰ میلیونه نجونې له اتلس کلنې ټیټ عمر کې واده شوې دي.
افغانستانت د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ماشومان یې له روغتیايي، زدکړې، او رواني روغتیا له پلوه زیانمن شوي دي.
افغان ماشومان چې هېواد یې له څه باندې څلور لسیزو د جګړې ډګر دی، په یادو ټولو برخو کې له سخت کړاو سره مخامخ دي.
لوی شمېر ماشومان پر واټونو کارکوي او یا په سختو کارونو بوخت دي. په تېرو کلونو کې هم میلیونونه ماشومان له زدکړې بې برخې وو. اوس چې طالبان واک ته رسېدلي، ما شومان تر پخوا په لا ناوړه روغتیايي او رواني وضعیت کې دي.
د طالبانو د ادارې له خوا د شپږم ټولګي پورته زدکوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلو سره د افغان نجونو ستونزه تر بل هروخت ډېر شوې ده.
د کابل پوهنتون د اروا پوهنې استاد شرف الدين عظيمي وايي د افغانستان روان حالت د ماشومانو پر روان ناوړه اغېزې کړې دي.