افغانستان کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دنده پرېښوده

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دنده پرېښوده
د خپرېدو وخت

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي څه کم دوه مياشتې وروسته له هغه خپله دنده پرې ايښي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ګډوډۍ ډک حالت کې ووتل.

زلمي خليزاد دوحه کې له طالبانو سره خبرو کې د امريکايۍ ډلې مشري کوله. خو د مياشتو اوږدو خبرو کې پر دې ونه توانېد، چې پر واګو طالبانو د مخنيوی وکړي.

طالب وسله والو يوازې د څو اوونيو چټک پوځي يون کې افغان پلازمېنه ونيوله، چې له امله يې امريکا او ملګرو هېوادونو لسګونه زره خطر سره مخامخ افغانان په ډله ييز ډول وايستل

خو خليلزاد څوک دی، او څنګه امريکا کې مخکښ ډيپلوت شو.