د کندهار بريد: قربانيان خاورو ته سپارل کېږي

د ویډیو تشریح، د کندهار بريد: قربانيان خاورو ته سپارل کېږي
د خپرېدو وخت

له داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې سره يوې تړلې وېبپاڼې ويلي، کندهار کې د شيعه ګانو پر يوه جمات بريد د دوی کار و.

پرون جمعه ويل کېږي څو تنه ځانمرګو د فاطيمه جومات، دروازې سره چاودنې کړې وې، چې اوس یې وايي د وژل شوو شمېر لږترلږه ۴۰ ته رسېدلی دی.

دا دوهمه جمعه وه، چې افغانستان کې د شيعه ګانو پر جوماتونو په کې بريدونه کېږي.

طالبان چې اوس د ځانمرګو بريدونو مخنيوي کې له ننګونو سره مخامخ دي، وايي له دې وروسته به ټول افغانستان کې د شيعه ګانو جوماتونو او تکيه خانو امنيت ساتلو لپاره طالب وسله وال پر دندو ګوماري.