د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې څه تېرېږي؟
د خپرېدو وخت
د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې وضعیت داسې حال کې لا هم کړکېچن بلل شوی، چې زرګونه خلک غواړي له هېواده ووځي. په یوه ویډیويي کلیپ کې یوه ماشومه لیدل کېږي چې د دېوال پر سر امریکايي ځواکونو ته سپارل کېږي. د ملګرو ملتونو یوه سلاکاره اداره بیا وايي، طالبان د هغو کسانو لټون کوي چې له ناټو او امریکايي ځواکونو سره یې دنده درلوده.