افغانستان: دلته به ډېر کسان د خپل راتلونکي په هکله سخت اندېښمن وي
د خپرېدو وخت
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د پراخ کنټرول له ترلاسه کولو وروسته ویلي، ترهګر به نه پرېږدي چې هېواد د مرکز په توګه وکاروي او د اسلامي قانون په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته درناوی کېږي. خو هغسې چې په تدریجي ډول کابل ښار یو ډول د عادي حالت احساس ته راګرځي، د ښار اوسېدونکي لا هم منتظر دي، چې څه ډول حکومت به رامنځته شي او د ښځو، سیاسي ازادي او بشري حقونو لپاره به یې رول څه ډول وي. د بي بي سي خبریال سکندر کرماني د کابل له منځه دا رپوټ راستولی.