تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: له اړمنو سره د مرستو لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو پر ژمنه ولاړ یو
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د پاتې کېدو او له افغانانو سره د مرستو پر ژمنه ولاړ دي.
د دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي چې کار يې په ځای پورې تړلی نه دی په موقت ډول په بل ځای کې ځای پر ځای شوي، خو ''د بشردوستانه چارو ډېر کار کوونکي د بشردوستۍ له اصولو سره سم په بې پرې، او خپلواکه توګه د بشردوستانه مرستو د ملاتړ لپاره (په افغانستان کې) پاتې دي. ''
په اعلامیه کې دبشري مرستو دملاتړ په اړه دملګرو ملتونو د مرستيال ځانګړي استازي او د بشر دوستانه چارو په برخه کې د مقيم همغږي کوونکي ،ډاکټر راميز الاکبروف، له قوله زیاته شوې چې ''په اوسني پېچلي وضعیت کې چې افغانستان کې زیانمنېدونکي خلک ملاتړ ته ډېره اړتیا لري، دواړه ملګري ملتونه او غیر دولتي مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې له خلکو سره مرستې ته ژمن پاتې دي. ''
ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا تېره ورځ دوشنبه افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت په اړه ځانګړې ناسته کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د ولسي کسانو امنیت او ژوند ته پام وکړي.
پلازمېنې کابل ته د طالبانو له ننوتو مخکې د ملګرو ملتونو امنیتي برخې چارواکو ویلي و، دوی 'ساعت په ساعت ' په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوي. د دې ادارې یوې ویاندې سټېفني ډوجاریک د اګست پر ۱۳ مه وویل:
''موږ اوسمهال هر ساعت وروسته په کابل او نورو سیمو کې د امنیتي وضعیت ارزونه کوو. تر اوسه د ملګرو ملتونو کارکوونکو ایستلو هېڅ کوم عملیات نه شته. ''
نوموړې وايي ملګري ملتونو د ''ښه او بد '' دواړو احتمالي وضعیتونو لپاره پلان لري.