ولسمشر غني: افغانستان د بېثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی
د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو لاس ته د ګڼو سیمو د لوېدو په درشل کې ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پر افغانستان د تپل شوې جګړې له کبله دا هېواد د بېثباتۍ له جدي خطر سره مخامخ دی.
نوموړي په یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د دولت لومړیتوب دی او په دې اړه به جدي ګامونه واخلي.