امریکا او بریتانیا د خپلو اتباعو او غیر پوځي کارکوونکو ایستلو لپاره افغانستان ته پوځیان استوي

د خپرېدو وخت

امریکایي او بریتانوي چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د را ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان کېربي پنجشنبه خبریالانو ته وویل،‌ په راتلونکو ۲۴ یا ۴۸ ساعتونو کې به کابو ۳ زره امریکایي پوځیان د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په را ایستلو کې مرسته وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا امریکایي پوځیان به جګړه کې هم برخه ولري یا نه، د پنټاګون ویاند وویل، "دوی د ځان د دفاع حق لري، خو هدف یې د ملکي کسانو را ایستل دي".

په ورته مهال د بریتانیا حکومت هم اعلان کړی نژدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته استوي چې دغه هېواد کې د مېشتو بریتانویانو ایستلو کې مرسته وکړي.

دغه بریتانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریتانویانو، د دوی افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.

د جمعې پر ورځ بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ټولو مېشتو بریتانویانو وغوښتل چې له دې هېواده ووځي.

داسې اټکل کېږي چې دا مهال شاوخوا ۴ زره بریتانوي وګړي په افغانستان کې مېشت دي‌ او یا هم دندې ترسره کوي.‌

امریکا حاضر حال کې هم افغانستان کې په کم شمېر کې پوځیان لري،‌ خو د پنټاګون چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو چې له افغانستانه یې د پوځیانو د ایستلو بهیر نږدې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.‌

امریکا او بریتانیا داسې مهال افغانستان ته د ځواکونو استولو اعلان کوي‌ چې وسلوال طالبان د افغان ځواکونو پر ضد د پرمختګ په حال کې دي‌ او ګڼ ولایتي‌ مرکزونه یې نیولي دي.

د پنجشنبې تر ماسخوتن په هرات کې ځایي سرچینو بي بی سي ته تائید کړه چې د یاد ولایت نږدې ټولې برخې طالبانو نیولې دي.

په ورته مهال داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې طالبان د کندهار ښار مرکزي برخو ته ننوتلي او مرکزي محبس یې هم مات کړی دی.

طالبانو همدا راز د لښکرګاه ښار او د بادغیس ولایتي مرکز د نیولو ادعاوې هم کړې دي.

افغان چارواکو تر اوسه دې هېواد ته د امریکایي او بریتانوي‌ ځواکونو د ورتګ او د طالبانو لخوا د سیمو د نیولو وروستیو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

وسلوالو طالبانو هم تر اوسه د امریکا او بریتانیا لخوا افغانستان ته د پوځیانو استولو اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې د دوحې تړون له مخې باید ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.