سلسله علیخېل: پاکستاني ډاکترانو د پولیسو په څېر چلند کاوه

د عکس سرچینه، NajibAlikhil
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله علیخېل په یوه ويډيويي پېغام کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې ددې د تښتوونې او شکنجه کولو پېښه کې دي سمې پلټنې وکړي، ترڅو حقیقت څرګند شي.
په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله عليخېل وايي، له دې سره په تېره میاشت کې تر شوې پېښې وروسته يې ځايي پولیسو ته ټول مالومات ورکړي، خو په خبره يې لومړۍ ورځ لا چارواکو ورسره هغه ګامونه پورته نه کړل، چې تردغه ډول پېښې وروسته پورته کول په کار وي.
اغلې علیخېل پر خپله فېسبوک پاڼه په خپور کړي لومړني ويډيويي پېغام کې د اسلام اباد پر ډاکټرانو لا تور پورې کړی، چې ددې په ټکیو له دې سره يې د پولیسو په څېر چلند کاوه.
تردې وړاندې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر پاکستاني چارواکو تور پورې کړی وو، چې د اغلې علیخېل پېښه کې يې د دوی له پلاوي سره بشپړه همکاري نه ده کړې.
روانه اونۍ له کابله یو پلاوی د همدې پېښې د پلټنو لپاره اسلام اباد ته راغلی وو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي له دغه پلاوي سره د هرډول همکارۍ ادعا وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ښاغلي قرېشي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر بیان ان یوه ورځ وړاندې لا همدا تور پورې کړی وو، چې دده په خبره افغان پلاوی به پر دوی ورته تور پورې کوي، چې له دوی سره همکاري نه ده شوې.
په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله عليخېل د تېري جولای میاشتې په شپاړسمه نېټه په اسلام اباد کې پولیسو ته ویلي وو، چې دا نامالومه کسانو تښتوولې او تر شکنجه کولو وروسته يې خوشې کړې ده.
خو پاکستاني چارواکي اوس ادعا کوي، چې اغلې عليخېل تښتوول شوې نه ده، هغه تور چې افغان چارواکي يې ناسم بولي.




















