تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې تاوتریخوالی؛ طالبان وايي، د دفاع سرپرست وزیر پر کور برید دوی کړی
طالبانو منلې چې د سه شنبې پر ورځ د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر پر کور برید دوی کړی. طالبانو په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دغه برید یې د افغان دفاعي ځواکونو د بریدونو په غچ کې کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي په هغه موټر بم برید کې د یوې مېرمنې په ګډون اته تنه وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.
بل پلو په هلمند، میدان وردګ، جوزجان، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو جګړو خبرونه ورکول شوي او دواړه لوري یو بل ته د مرګژوبلې اړولو خبر هم کوي.
د ۲۰۱۹ کال فبروی په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته په کابل ښار کې ډله ییز بریدونه لږ شوي، خو طالبانو دا ځل د افغانستان دفاع سرپرست وزیر پر کور موټر بم او بیا وروسته ډله ییز برید کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي په دغه برید کې ډېر قربانیان ملکي وګړي دي.
برید د دفاع سرپرست وزیر د کور په لومړی دروازې شوی او شاوخوا پنځه ساعته یې دوام وکړ.
طالبانو ویلي په دغه برید کې یې درانه تلفات اړولي، طالبانو په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دا د هغو عملیاتو غچ اخیستلو پیل دی چې د دوی په وینا د هېواد په مختلفو سیمو کې په ملکي خلکو د بریدونو امر ورکوي او بمبارۍ پرې کوي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي طالبان به نور بې تفاوته پاتې نه شي او پخپل ټول قوت به يې پر وړاندې ودریږي.
بله پلو تېره شپه د میدان وردګ ولایت مرکز میدان ښار سره موټر بم برید شوی چې ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي.
د میدان وردګ ولایت امنیه قومندان مصطفی مایار بي بي سي ته وویل، مخالفین نه دي توانېدلي چې له دوی کومه سیمه ونیسي.
خو طالبان وايي په دغه برید کې یې امنیتي پوسته نیولې ده.
دغه راز د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه څخه د سختو جګړو خبرونه راغلي، چې وايي طالبان توانېدلي وو د امنیې قومندانۍ تر دروازې ځان ورسوي، خو امنیتي چارواکي وايي بېرته یې په شا تمبولي دي.
دغه راز طالبانو ویلي د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ یې په دویم ځل نیولې.
دوی وايي د نجراب ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني بیا تر خپل واک لاندې راوستي.
د کاپیسا سیمه ییزو چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل پلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روانو جګړو پرمهال پر بشري حقونو تیري او دې برخه کې سرغړونې ته په اشارې ویلي، د شورا غړې په دې اړه رپوټونو په ژوره توګه خواشیني کړي دي.
په وروستیو کې زرګونه کورنۍ د جګړو او نښتو له کبله له خپلو کورونو وتلو ته اړې شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له یوې میاشتې راهیسې تر ۳۲ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې تر ټولو ډېرې کورنۍ بیځایه شوې دي.