تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا له افغانستان د کډوالو منلو پروګرام پراخ کړ
د امریکا حکومت تازه ګام کې هغو لسګونه زره افغانانو ته ویزې ور کوي چې په یو نه یو ډول یې له امریکايي ادارو او شرکتونو سره کار کړی وي.
د افغان ژباړنو د کډوالۍ منلو لپاره د جو بایډن د حکومت د پراګرام پر پراختیا د کانګرس ځینې غړو او انساني حقونو ادارو نیوکې کولې.
اوس د امریکا حکومت وايي، د دویم لومړیتوب په نوم دا طرحه به له افغانستان د ډېرو کډوالو منلو ته لار برابره کړي، خو بیا هم د هغو کسانو لپاره یو سخت خنډ شته چې له افغانستان وتل غواړي.
د امریکا د نوي پروګرام له مخې غوښتونکي باید اول له افغانستان ووځي او دریم هېواد کې استوګن شي، ځکه د کډوالۍ غوښتنه او د ویزې ترلاسولو لپاره د انتظار وخت باید دریم هېواد کې او د امریکا له هر ډول مرستې پرته تېر کړي.
افغانستان کې د پراختیا او مرستې برخه کې د فعالو ادارو ټولګه اینټراکشن اداره د امریکا دا نوی پروګرام هم نیمګړی او د منلو نه بولي: "څو سرحدي بندرونه د طالبانو لاس کې دي او افغان ګاونډيان به هم افغان کډوال او د دوی کورنۍ ونه مني. "
خو له دې سره د امریکا حکومت وايي: "نوې هڅې سره غواړي زرګونونو افغانانو او د دوی کورنیو ته امریکا کې استوګنه برابره کړي. "
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو او د طالبانو بریدونو ډېرېدو سره د هغو افغانانو د سر ګواښ زیات شوی چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
د هیڅوک باید پاتې نه شي په نوم نادولتي ټولنه وايي، تراوسه درې سوه هغه افغان ژباړن وژل شوي چې له امریکايي پوځ او حکومت سره یې افغانستان کې کار کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، افغانانو ته شرایط سخت شوي دي او ټینګار یې وکړ: "دا کار له څو پلوه سخت دی. یو دا چې وسایل اخلې او هرڅه چې پېژنې پرېږدې یې او بیا ځان داسې ځای ته ځان رسول چې له چانسونو استفاده او د کډوالۍ غوښتنه وکړې سخت کار دی. دې مسلې ته مو پام دی، خو نړۍ په تېره افغانستان کې میلیونونه کسان له سختو حالاتو سره مخ دي. "
د دویم لومړیتوب ځانګړنې
امریکا وايي، د دویم لومړیتوب په نوم طرحه له هغو کسانو سره مرسته ده چې د امریکا حکومت سره د اړیکو په دلیل له خطر سره مخ کېږي.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې د دې پروګرام له مخې که کوم کس د کډوالۍ غوښتنه کوي، باید د امریکا یوې حکومتي ادارې، یا یوه رسنۍ کې د یوه لوړپوړي امریکايي وګړي او امریکا کې د نادولتي ادارې له خوا معرفي شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو سره به اوږه په اوږه ولاړ وي چې په جګړه کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.
ښاغلي بلېنکن وویل، د امریکا د ویزې ورکولو لپاره د دغه هېواد ځانګړی پروګرام دې پورې تړلی و چې غوښتونکي دوه یا ډېر کلونه د امریکا د حکومت لپاره کار کړی وي، خو اوس نوې ډلبندۍ سره هغه کسان هم پکې شامل دي چې له نادولتي ادارو یا پراختیا ادارو سره یې همکاري کړې وي.
نوموړي زیاته کړه، دا کسان باید دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره د اړوند ادارو د پخوانیو کاروالو(کار ورکوونکو) له خوا وپېژندل شي او وروسته له افغانستان ووځي او د ویزې ترلاسولو لپاره بل هېواد کې له ۱۲ تر ۱۴ میاشتې تېرې کړي.
امریکا ته د لومړۍ ډلې ژباړنو رسېدل
د افغان ژباړنو او همکارانو لومړنۍ ډله یې د خپلو کورنیو له غړو سره تېره جمعه متحده ایالتونو ته ورسېده.
دې ډله کې دوه نیم زره کسان دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسولو او طبي معاینو تر بشپړولو به د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې استوګن وي.
د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې د دې ژباړنو پرېښودل او د طالبانو یا نورو وسلوالو ډلو له غچ سره د دوی د مخ کېدو وېره پنټګان ته یوه اصلي ننګونه وه.
د کډوالۍ ځانګړې ویزه چې په اېس ای وي مشهوره ده، له ۲۰۰۹ کال راهیسې پیل شوې او هغو کسانو ته امریکا کې د استوګنې هڅې چټکوي چې افغانستان کې یې د امریکا حکومت یا د دغه هېواد په مشرۍ ځواکونو سره کار کړی وي.
په دا مهال او د جولای پر ۲۹ د امریکا کانګرس په دې برخه کې د جو بایډن حکومت ته یو میلیارد ډالري بودیجه په واک کې ورکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې، له ۲۰۰۸ کال راهیسې تراوسه ۷۰ زره افغانان د همدې ویزې له لارې امریکا کې استوګن شوي دي.