تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورنیو چارو وزارت: کندهار کې نیول شویو خبریالانو د دولت ضد تبلیغات کول
افغان حکومت تېره ورځ کندهار کې د څلورو تنو افغان خبریالانو نیول کېدو ته خپل لومړي غبرګون او وضاحت کې ویلي، دا کسان یې ځکه نیولي چې د دولت پر ضد یې تبلیغات کول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي سه شنبه بي بي سي ته وویل، یاد کسان له ملي امنیت سره دي او کله چې پلټنې بشپړې شي نو په دې اړه به نور جزئیات شریک کړي.
دا څلور تنه خبریالان د دوشنبې پر ورځ کندهار کې د ملي امنیت ادارې لخوا وروسته له هغه ونیول شول چې سپین بولدک ولسوالۍ ته د ډله ییزو وژنو د ادعاو مالومولو او څېړلو لپاره تللي وو.
په نیول شویو خبریالانو کې درې تنه د یوې محلي رسنۍ او یو د شېنوا خبري اژانس عکاس شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه بي بي سي ته وویل: "د دولت ضد تبلیغاتو نه رانیولي، ان ځینې نور مسایل هم لري چې هغه له تحقیق وروسته څرګندېږي. دا کار د قانون په رڼا کې شوی او د قانون په رڼا کې تحقیق هم ترسره کېږي. که دوی کې داسې څوک وي چې مسؤلیت نه وي ورته راجع نو هغه به خوشی کېږي ".
د رسنیزو بنسټونو غبرګون
په کندهار کې د نی ساحوي دفتر مشر عبدالسمیع غیرتمل وایي د دغه کسانو د خوشي کېدو هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، ملي امنیت ورته ویلي چې دې خبریالانو ته يې خبر ورکړی و چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمې ته ولاړ نشي، ځکه چې هغه ناامنه سیمې دي او مسوليت دوی ته ورګرځي.
ښاغلی غیرتمل وایي، وروسته د امنيت شورا له لوري يا د هغوی په امر دغه څلور تنه خبريالان د کندهار سپین بولدک لويه لار کې نيول شوي دي.
د نی ساحوي دفتر مشر ټینګار کوي چې د دې خبریالانو د راخوشي کولو لپاره هڅې کوي او غواړي دا هم مالومه کړي چې یاد کسان ولې نیول شوي دي.
په وروستیو څو ورځو کې یو شمېر رسنیو او نړیوالو بنسټونو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په اړه رپوټونو کې ویلي، دغه ولسوالۍ کې یو شمېر کسان له کورنو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.
افغان حکومت د وژل شویو او تري تم شویو کسانو شمېر تر ۴۰۰ زیات ښيي او پړه یې پر طالبانو ور اچوي.
خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي او ټینګار کوي چې سیمه کې ملکیان نه دي ځورول شوي.
سپین بولدک د کندهار یوه مهمه ولسوالۍ ده چې کابو دوې اوونۍ وړاندې د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېده.
یاده دې وي چې له سپین بولدک پرته د غزني په مالستان او ځینو نورو سیمو کې هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ملکیانو د وژنې ادعاوې شوې دي.
طالبانو ویلي، د غزني په مالستان کې یوازې هغه نظامیان وژل شوي چې له دوی سره یې مخامخ جګړه کوله.