د سېنټکام قومندان: د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه جاري ساتو

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال کنت مېکنزي وايي، له افغانستان د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو سره متحده ایالتونه د طالبانو د پرمختګ په مقابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه جاري ساتي.

جنرال کنت مېکنزي کابل کې خبریالانو ته وویل، امریکا وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه زیات کړي: "که طالبان بریدونه روان ساتي، نو موږ تیار یو د دې ملاتړ کچه هم پورته کړو."

جنرال مېکنزي وايي، له دې سره سره، چې طالبانو د افغانستان نیمه خاوره لاندې کړې ده او نژدې ټول بهرني ځواکونه وتلي دي ، خو د هغوی بری حتمي نه دی.

له افغانستان د پاتې امریکايي ځواکونود وتلو بهیر پیلېدو سره طالبانو د افغانستان مختلفو سیمو کې تر دوو سوو ولسوالۍ ونیوې.

جنرال مېکنزي د طالبانو دې پرمختګ ته په اشاره وايي: "طالبان هڅه کوي، د خپلو بریدونو مقابل کې د بې وسۍ حس پیدا کړي، خو دا یې تېروتنه ده. "

د هغه په خبره، طالبانو غلطه کړې ده چې وایي د بري مخه یې څوک نه شي نیولی:

"د ۲۰۲۱ کال د ۱۹۹۰مو کلونو افغانستان نه دی چې طالبانو پکې هڅه وکړه واک ته ورسېږي. که دوی غواړي خپلې منګولې بیا پر واک ښخې کړي، نو ښارونو ته دې وګوري زه فکر کوم خلک ډېر بدل شوي. یو ځل بیا زه فکر کوم دې پایلې ته رسېدل وار له مخه دي چې دوی به دا ښاري سیمې ونیولی شي او یا دا چې بېرته واک ته ورسېږي. "

له اګسټ وروسته د افغان ځواکونو ملاتړ

تېره پنجشنبه امریکايي پوځي چارواکو ومنله چې د کندهار ښار په ګډون د افغانستان په مختلفو برخو کې یې پر طالبانو له څلورو ډېر بریدونه کړي دي.

جنرال مېکنزي ټینګار کوي چې د اګست تر ۳۱ هاخوا هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي:

"په عمومي ډول به یې له لرې واټنه ترسره کوو او دا به یو لوی بدلون وي، وروسته به بیا د افغان ځواکونو وار وي چې جګړې ته پخپله دوام ورکړي. موږ یې پر روزلو ډېر وخت تېر کړ. اوس د دوی وخت دی. اوس د هغې سختې آزموینې وخت دی چې دوی ورسره مخ دي. زه فکر کوم چې دوی هغه سرچینې او وړتیا لري چې ترسره یې کړي، جنګ وکړي او ویې ګټي. "

طالبانو لا د جنرال مېکنزي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا وروستي بمبار ته غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، دا بریدونه د دوحې له تړون سره په ټکر کې دي او د پایلو مسوولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

پلازمینې کابل ته د سفر پرمهال خبرو کې جنرال کنت مېکنزي که څه هم د افغان دولت د ملاتړ د روان ساتلو ژمنه وکړه ، خو خبرداری یې ورکړ، چې سختې ورځې مخته دي .

نوموړي څه مهال مخکې دا هم ویلي و چې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغان پوځ بیا هم ملاتړ ته اړتیا لري او بې ملاتړه "ړنګېدلی شي. "

هغه مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغان ځواکونه "د خپل هېواد او خاورې د دفاع وړتیا لري. "

له ولسمشر غني سره لیدنه

جنرال مېکنزي پرون له افغان ولسمشر سره هم په ارګ کې کتلي دي.

ارګ وايي دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو، د دوی پر ملاتړ او د امنیتي وضعیت د ښه کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال مېکنزي وروسته په خپلو خبرو کې د افغان دولت پلان وستایه چې وايي د طالبانو پر وړاندې یې متمرکز کوي، خو ویې ویل افغان ځواکونه سخته ازموینه په مخ کې لري.

تېره جمعه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له بي بي سي سره مرکه کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په اشاره وویل، حکومت اوس پر داسې پلان کار کوي چې څنګه د خپلو او لږو امکاناتو په کارولو سیمې وساتي.