تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: افغانستان د تاوتریخوالي له امله انساني ناورین ته روان دی
د افغانستان اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، د هغو ولسوالیو - چې له دوو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه وه، له ارزونې وروسته روښانه شوه چې ۱۳ میلیون خلک له عمومي خدماتو محروم دي او تر ۵۰۰ میلیون ډالرو ډېرې عمومي شتمنۍ ویجاړې شوې دي.
دولت ددې کار عامل طالبان یادوي، خو طالبان یې ردوي.
ددغه کمېسیون مشر احمد نادر نادري د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۴مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، دا ارزونه په هغو ولسوالیو کې شوې چې طالبانو بریدونه پرې کړي او یا یې نیولې دي.
نوموړی وايي، د ۲۹ ولایتونو په ۱۱۶ ولسوالیو کې هغه ۲۶۰ دولتي ودانۍ تخریب شوې، سوځول شوې یا الوځول شوې چې عمومي خدمات پکې وړاندې کېدل او نور دا ودانۍ د ګټې اخیستو وړ نه دي.
هغه ددې ویجاړۍ ارزښت ۵۰۰ میلیون ډالر اټکل کړی دی.
نوموړی ادعا کوي چې په ۸۲ ولسوالیو کې دولتي شتمنۍ سل په سلو کې لوټل شوې دي، په ۱۸ ولسوالیو کې دا کچه ۹۰ سلنه ده او په ۱۴ ولسوالیو کې ۶۰ فیصده.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ددغه رپوټ پر ردولو سربېره ویلي، د "هېڅ ولسوالۍ شتمني نه ده لوټل شوې"، خو په ځینو محدودو سیمو کې دولتي سرتېرو هرڅه "له ځانه سره وړي دي".
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل سبب شوي چې دغه هېواد کې حالت د انساني ناورین په لور لاړ شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د انساندوستانه مرستو همغږر یا همغږي کوونکي رامز الاکبروف بي بي سي ته وویل، تر بل هر وخت افغانستان ډېرو انساني مرستو ته اړتیا لري، خو دغه کړکېچ ته د ځواب لپاره اسانتیاوې نشته.
نوموړي افغانستان کې انساني حالت کړکېچن او نړۍ کې تر ټولو بد وباله.
د هغه په خبره، جګړه، د تاوتریخوالي له امله د کورنیو بې ځایه شویو زیاتېدل او دغه هېواد کې وچکالي سبب شوې چې ۱۸ میلیون وګړي چې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي انساني مرستو ته اړتیا ولري.
د هغه په خبره، لس میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او د دغه هېواد له پنځو کلونو کم عمره نیمايي ماشومان له لوږې کړېږي.
نوموړی وايي، ملګرو ملتونو د دې کسانو لپاره یو میلیارد او درې سوه میلیون ډالره مرسته غوښتې، خو یوازې ۴۰ سلنه یې ترلاسه کړې ده.
وروستیو میاشتو کې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیلېدو سره دغه هېواد کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی او له امله یې لسګونه زره خلک له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د دې حالت دوام د سیمې او نړۍ پر امنیت هم اغېز کولی شي.
نادري: تاوتریخوالي ۱۳ میلیون افغانان له دولتي خدماتو محروم کړي
د افغانستان اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي، د هغو ولسوالیو - چې له دوو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه وه، له ارزونې وروسته روښانه شوه چې ۱۳ میلیون خلک له عمومي خدماتو محروم دي او تر ۵۰۰ میلیون ډالرو ډېرې عمومي شتمنۍ ویجاړې شوې دي. دولت ددې کار عامل طالبان یادوي، خو طالبان یې ردوي.
ددغه کمېسیون مشر محمد نادر نادري د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۴مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، دا ارزونه په هغو ولسوالیو کې شوې چې طالبانو بریدونه پرې کړي او یا یې نیولې دي.
نوموړی وايي، د ۲۹ ولایتونو په ۱۱۶ ولسوالیو کې هغه ۲۶۰ دولتي ودانۍ تخریب شوې، سوځول شوې یا الوځول شوې چې عمومي خدمات پکې وړاندې کېدل او نور دا ودانۍ د ګټې اخیستو وړ نه دي.
هغه ددې ویجاړۍ ارزښت ۵۰۰ میلیون ډالر اټکل کړی دی.
نوموړی ادعا کوي چې په ۸۲ ولسوالیو کې دولتي شتمنۍ سل په سلو کې لوټل شوې دي، په ۱۸ ولسوالیو کې دا کچه ۹۰ سلنه ده او په ۱۴ ولوسالیو کې ۶۰ فیصده.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ددغه رپوټ پر ردولو سربېره ویلي، د "هېڅ ولسوالۍ شتمني نه ده لوټل شوې"، خو په ځینو محدودو سیمو کې دولتي سرتېرو هرڅه "له ځانه سره وړي دي".
تر دې مخکې د سور صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي و، پر ۲۰۲۱ کال به د وچکالۍ له امله د افغانستان دریمه برخه وګړي خواړه ونه لري او د ځواب لپاره یې سملاسي ګام پورته کول پکار دي.
د دې فدراسیون څو میاشتې مخکېني رپوټ کې وچکالي او د خوړو کړکېچ وروستیو لسیزو کې د خلکو اصلي ستونزه بلل شوې ده او ویل شوي چې تر ۱۳ میلیونو ډېر کسان د خوړو کمښت سره مخ دي.
دا اداره وايي، د کورونا له امله چې میلیونونه خلک یې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي، د خوړو کړکېچ هم یو ځای شوی دی.
د افغانستان د سرې میاشتې سرپرسته نیلاب مبارز وايي، د افغانستان ډېری سیمو کې د اوبو د سخت کمښت او حالت لا خرابېدو ته ډېره اندېښمنه ده.
د هغې په خبره: "د خوړو محصولات ختم شوي او اقتصادي فعالیتونه او همدارنګه ځايي بازارونه فلج او د خلکو لومړنی عاید کم شوی دی."
د جګړې د ارزونې د اټکل پروژې- براون پوهنتون او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې "سیګار" د شمېرو له مخې، افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې له کبله لږ تر لږه ۲٫۷ میلیون افغانان ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کوچېدلي او نژدې ۳٫۲ میلیون خلک په کور د ننه بېځایه شوي دي.
یاد بنسټونه وايي، د امریکا په دې تر ټولو اوږده جګړه کې له ۲۰۰۱ راهیسې څه باندې ۷۱٬۰۰۰ ولسي وګړي، د ۶۶٫۰۰۰ او ۶۹٫۰۰۰ ترمنځ افغان ځواکونه او د امریکا ټلوالې ناټو ځواکونو تر ۳٫۵۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي دي.
ددغې سرچینې په وینا، د افغانستان روانه جګړه کې د خصوصي امنیت تر ۳٫۸۰۰ ډېر قراردادیان هم وژل شوي او د طالبانو او نورو اورپکو ملېشو تر ۸۴٫۰۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
سیګار وايي، امریکا د افغانستان پر بیارغونه تر ۱۴۳ میلیارد ډېر ډالر لګولي او په ټوله کې امریکا د افغانستان پر جګړه ۲٫۲۶ ټریلیون ډالر لګولي دي.