هغه ښځه چې مېړه یې پر مخ ډز وکړ خو تسلیم نه شوه
د خپرېدو وخت
افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای دی. تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۵۰۰ ډېرې قضیې په رسمي ډول ثبت شوې او داسې انګېرل کېږي چې د ناامنۍ له ډېرېدو سره دا شمېر په لوړېډو دی. ۲۵ کلنه شکیلا زرین یوه له هغو کمو ښځو ده چې له تاوتریخوالي او ربړونې روغه وتلې او وروسته له هغې چې مېړه یې پر مخ ډز وکړ، تر اوسه یې ۲۲ جراحي عملیات شوي. دا وايي غواړي د هغو ښځو غږ شي چې کله هم تر روغتونه نه رسېږي.
ډیجیټل رپوټ د: محجوبه نوروزي، کاوون خموش او ویلما ایک