د کابل اوبو اندازه له ۱۲ تر ۲۵ مترو ټيټه شوې ده

د ویډیو تشریح، د کابل اوبو اندازه له ۱۲ تر ۲۵ مترو ټيټه شوې ده
د خپرېدو وخت

د افغانستان اوبو ملي اداره وايي په کابل کې د اوبو اندازه له ۱۲ تر ۲۵ مترو ټیټه شوې ده. کابل ښار چې ویل کېږي شاوخوا شپږ میلیون نفوس لري، د اوبو له جدي کموالي سره مخامخ دی.

کومې اوبه چې لري هم ویل کېږي ډېرې ککړې دي. چارواکي د دې ستونزه پړه تر ډېره پر هغو څاګانو اچوي چې خلک یې پر خپل سر ډېرې ژورې کني خو وايي پر حل یې کار روان دی.