د ۵ واکسیناتورانو وژل کېدو سره ننګرهار کې د واکسین پروګرام وځنډول شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ختیځ ته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، سور رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو پنځه جلا بریدونه شوي دي، چې پکې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم دغه مرګ ژوبله تاییدوي.
پر واکسیناتورانو درې بریدونه خوګیاڼیو، بل برید سور رود او پنځم هم د جلال اباد ښار کې شوی دی.
ننګرهار کې د ماشومانو د فلج سره د مبارزې مرکز هم بي بي سي ته ویلي، پنځو بریدونو کې یې پنځه کارکوونکي وژل شوي او څلور ټپیان دي.
نننۍ پېښه پسې د افغانستان روغتیا وزارت ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین پروګرام وځنډاوه، چې نن یې دویمه ورځ وه.
تراوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال ډاکتر رمیز الاکباروف په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ملګري ملتونو هر ځای کې پر روغتیايي کارکوونکو بریدونه سخت غندي.
نوموړی زیاتوي:
'' روغتیايي خدمتونه وړاندې کوونکي بې پرې دي او پر دوی برید پر هغو ماشومانو د برید په مانا دی، چې دوی یې د ژوند ژغورلو هڅې کوي. ''
د ننګرهار جلال اباد ښار کې د تېر مارچ پر ۳۰ هم دوو جلا بریدونو کې درې واکسیناتورې ووژل شوې او ور سره دغه ولایت کې د واکسین لړۍ وځنډول شوه.
په هغه ورځ جلال اباد ښار کې د پولیو دفتر ودانۍ سره چاودنه هم وشوه، خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تر هغې پېښې وروسته یې د ښځو پر ځای نارینه د پولیو واکسین لړۍ ته وګومارل او زیاتوي چې اوسنۍ پېښه کې مرګ ژوبله هم نارینه وو ته اوښتې ده.
د پولیو واکسین نوې لړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
ننګرهار کې پر واکسیناتورانو برید په داسې مهال دی چې د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ( د جون ۱۴) په هېواد کې د پولیو واکسین درې ورځنی سرتاسري کمپاین پیل کړ.
ټاکلې ده چې دې کمپاین سره له پنځو کلونو کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومانو ته واکسین شي.
د پولیو واکسینو د پروګرام پلي کولو مسؤلان وايي، د حکومت تر ولکې وتلو او جنګي سیمو کې به درې میلیونه ماشومان له دغه پروګرام پاتې شي.
د افغانستان روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح څه مهال مخکې له واکسین د دغو ماشومانو پر پاتېدو اندېښنه وښوده او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې د ماشومانو د واکسین خنډ نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د روان میلادي کال له پیله تراوسه د لومړني ډول پولیو یوه پېښه او د دویم ډول پولیو څلوېښت مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال ورته مودې پرتله کموالی ښيي.
افغانستان، پاکستان او نیجریه د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې لا هم پکې ماشومان فلج کېږي.


















