کابل کې د کورونا محدودیتونو عملي کولو ته ځانګړې بېړنۍ کمېټه

د غږ تشریح، کابل کې د کورونا محدودیتونو عملي کولو ته ځانګړې بېړنۍ کمېټه
د خپرېدو وخت

افغان حکومت په کابل کې د کورونا وېروس له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د خلکو د پوهاوي او د محدودیتونو عملې کېدو په موخه ځانګړې بېړنۍ کمېټه جوړه کړې ده.

د دې کمېټې مشري د کابل والي محمد یعقوب حیدري کوي، چې په وینا یې ۱۰۰۰ غړي لري. له عصمت بهیره سره په مرکه کې ښاغلی حیدري وايي، د یادې کمېټې دنده په کابل ښار، ناحیو او ولسوالیو کې خلکو ته د کورونا نړیوالې وبا په اړه د عامه پوهاوي ورکول او د دولت له خوا د دغه وېروس مخنیوي په موخه رامنځته شویو محدودیتونو څارل دي.