افغانستان کې کورونا وېروس: ناروغان ډېر شوي خو واکسين ځنډېدلي دي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې کورونا وېروس: ناروغان ډېر شوي خو واکسين ځنډېدلي دي
د خپرېدو وخت

افغان حکومت له کورونا وبا سره د مبارزې په لړ کې تازه محدودیتونه لګولي دي چې په کې د ورزشي لوبغالو، لامبو ځایونو او حمامونو تړل هم شامل دي.

په افغانستان کې د کورونا وبا درېیمې څپې په لړ کې د ناروغانو او مړینو شمېر په چټکۍ ډېر شوی دی.

د واکسین بهیر هم ځنډېدلی دی ځکه له هنده مرسته شوي واکسینونه په ختمېدو دي خو افغان حکومت وايي له چین به ډېر ژر ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ور ورسېږي.