تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني له سعودي پاچا سره پر افغان سوله غږېدلی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه مازدیګر د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره تیلیفونې خبرې کړې دي او پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو ورسره غږېدلی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دواړو مشرانو د افغانستان سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.
په دې اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "په دغه ټلیفوني مکالمه کې خادم الحرمین الشریفین وویل، د سعودي عربستان علما او شخصا زه په افغانستان کې د سولې د تامین او تحکیم جدي ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، هیله لرم وضعیت ښه او په راتلونکي کې له نږدې ووینو او پر دغو مسایلو لازیات بحث وکړو".
افغان ولسمشر په دې خبرو کې د افغان سولې په برخه کې د سعودي پاچا د هلو ځلو ستاینه کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه 'غیر شرعي او ناروا' بللې ده.
یاد وزارت په دې اړه خپله اعلامیه کې ویلي، د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان یو شمېر عالمانو افغانستان کې د سولې په تړاو مجازي کنفرانس کې دې هېواد کې روان تاوتریخوالی او 'د طالبانو په لاس د افغانانو وژنه' غندلې.
د روانې جګړې په اړه د طالبانو دریځ
خو افغان طالبان ټینګار کوي چې هېواد یې د بهرنیانو لخوا اشغال شوی، او تر هغې چې دا اشغال ختم شوی نه وي د دوی جګړه روا ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر کوچني اختر کې تر ۳ ورځني اوربند وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.
پر افغان حکومت سربېره ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتنه کړې وه چې اعلان شوی درې ورځنی اوربند له اختر وروسته هم وغځوي.
خو طالبانو هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو، د اختر ورځو کې اوربند یې د عامو خلکو لپاره اعلان کړی، او د غځولو پلان یې نه لري.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، دوی د جګړې په حالت کې دي او نشي کولای چې د نورو په غوښتنه د خپلو تېرو کلونو قربانۍ ضایع کړي او له خپل هدف مخ واړوي.
تمه کېده چې له اختر وروسته به ملګري ملتونه، ترکیه او قطر یو ځل بیا په استانبول کې د افغان سولې کنفرانس د جوړولو لپاره هڅې پیل کړي، خو لا هم د دې ناستې برخلیک نه دی مالوم.
ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شوی وای، خو ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله تر نامالومې نېټې وځنډول شو.