'افغانستان کې بې وزلۍ او د کمعمره نجونو ودولو 'فیستولا' ناروغي ډېره کړې ده'

د عکس سرچینه، AFP
نن د مې میاشتې ۲۳مه نېټه ده چې د زېږون فیستولا ناروغۍ د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د زېږون فیستولا یوه ننګونکې او زړه بوږنوونکې ولادي ناروغي ده او که درملنه یې ونه شي مېرمن تلپاتې معلولوي.
په افغانستان کې د بې وزلۍ او په کم عمر کې د نجونو د ودونو له امله زېږون فیستولا پېښې زیاتې دي، خو په وروستیو کلونو کې د کابل په ګډون په یو څو نورو ولایتونو کې هم د دغې ناروغۍ د درملنې امکانات برابر شوي دي.
ډاکټر هما منګل د نسایي ولادي متخصصه ده او ۱۲ کاله کېږي چې په کابل کې د ملالۍ زېږنتون د زېږون فیستولا په برخه کې کار کوي.
هغه وايي چې تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د زېږون فیستولا ناروغۍ یوه نه تشخیص کېدونکې ناروغي وه.

فیستولا څه ډول ناروغي ده؟
- فیستولا یا په عامه اصطلاح (ناسور Fistula) د بدن د دوو غړو ترمنځ یو غیر طبیعي سوری یا مجرا ده، چې دا د زیږون او یوې ستونزې له کبله رامنځ ته کېږي.
- په دې مانا، که کومه مېرمن د زیږون پرمهال له کومې ستونزې سره مخامخېږي او په نورمال ډول ولادت نه شي کولی، د فشار له کبله د مهبل او مثانې ترمنځ یو سوری یا مجرا پیدا کېږي چې ناروغ یې له کبله خپل ادرار (متیازې) نه شي کنټرولولی.
- په دې صورت کې مثانه سورۍ کېږي او ناروغ د ادرار مهارول له لاسه ورکوي. ډېر کله دا ناروغي د ټپونو او التهاب له کبله هم رامنځ ته کېږي.

اغلې منګل وايي چې ۱۳ کاله وړاندې په کابل کې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره د دوو مرکزونو په جوړولو سره د سلګونه داسې مېرمنو درملنه شوې چې له زیان سره مخ وې.
اوس یې د درملنې دوه نور مرکزونه په هرات او ننګرهار ولایتونو کې هم جوړ شوي دي. هغه وايي د روغتیايي چوپړونو له ښه کېدو او د خلکو د پوهاوي کچې له لوړېدو سره د فیستولا ناروغۍ پېښې د تېرو کلونو پرتله کمې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملالۍ زېږنتون د فیستولا برخې مسؤلان وايي چې په کال کې تر ۲۰۰ د دغې ناروغۍ پېښې ثبتوي.
د شمېرو له مخې په افغانستان کې د زېږون پر مهال په هرو سلو زرو مېرمنو کې ۶۳۸ یې ژوند له لاسه ورکوي. د دغو له ډلې ۵ مېرمنې یې د زېږون فیستولا له امله مري.
بې وزلي، په کم عمر کې واده، د عامه پوهاوي کمی او مناسبو او پر وخت روغتیايي اسانتیاوو ته د ښځو نه لاسرسی د زېږون فیستولا ناروغۍ د رامنځته کېدو له لاملونو یادېږي.
ډاکتره هما منګل وايي چې د دغې ناروغۍ له امله مېرمنې سختې رواني ځپل کېږي او آن ځينې مېندې له کورنۍ او ټولنې د ګوښه والي هڅه کوي.
اوس د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د زېږون فیستولا ناروغیو د پېښو پر کمېدو ټینګار کوي. له همدې امله هر کال د مې میاشتې ۲۳مه نېته د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه د زېږون فیستولا ناروغۍ د پای ته رسولو نړیواله ورځ نمانځي.
د سږ کال دغې ورځې لپاره (د ښځو حقونه د بشر حقونه دي، اوس فیستولا پای ته ورسوئ) شعار ټاکل شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د زېږون فیستولا د درملنې وړ ناروغي ده او د عملیاتو له لارې په سلو کې ۹۰ سلنه درملل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ریپوټ له مخې چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، په ټوله نړۍ کې یې د زېږون فیستولا د پای ته رسېدو لپاره ۲۰۳۰ کال ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، په افریقا، اسیا، عربي هېوادنو او لاتینه امریکا کې سلګونه زره نجونې او مېرمنې په دغه ناروغۍ اخته دي.





















