"افغان ځواکونه اوس یوازې هم له مخالفانو سره جګړه کولی شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
امریکايي سناتورانو په یوه پرانستې غونډه کې د امریکا د دفاع وزارت د منځني ختیځ د سیاسي پوځي چارو مرستیال مشر جنرال ماتیو ترولنجر او د هند او ارام سمندر هېوادونو امنیتي چارو کې د دفاع وزیر چارسمبالي مرستیال ډېوېډ هالفْي نه له افغانستان د ځواکونو د ایستلو په اړه پوښتنې وکړې.
په دې ناسته کې چې د وسله وال پوځ کمیټه کې د پوښتنې او ځواب په بڼه وشوه سناتورانو همداشان د امریکا پر دفاع وزارت نیوکه وکړه چې د افغانستان په چارو کې ښکیل جنرالان د ځواب لپاره دې کمیټې ته نه ورلیږي.
وړمه ورځ د افغان سولې استازی زلمی خلیلزاد هم په دې تړاو وربلل شوی و.
دې غونډه کې د امریکا د کانګرېس د وسله وال پوځ کمېټې غړي جک رییډ او د غونډې مشر ټینګار وکړ چې امریکا دې د افغان ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې وپایېږي.
په ځواب کې د دفاع وزیر چارسمبالي مرستیال ډېوېډ هالفْي بیا د افغان ځواکونو د وړتیا اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس دغه ځواکونه په یوازېتوب هم د مخالفانو پر وړاندې جګړه پرمخ بوولی شي.
ده خپلو خبرو کې افغان پوځ وستایه او په وینا یې دا ځواکونه "د اتلانو په شان له دښمن سره جګړه کوي، هره ورځ تلفات ورکوي خو بیا ولاړ دی او افغانان دې پرې وویاړي."
د ځواکونو پر اېستلو اختلاف

د عکس سرچینه، MOD
د امریکا کانګرېس له خوا بلل شوې غونډه کې له افغانستان د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو پر څرنګوالي ډېرې خبرې وشوې چې پکې یوه اندازه اختلاف و او د افغانستان په تړاو ځینې نورې اندېښنې پکې څرګندې شوې.
په هغو کې د ژباړونکو او له امریکایانو سره د کارکوونکو مسله وه، د افغان پوځ د وړتیا، د طالبانو بیا واکمنېدو، د افغان ښځو راتلونکې، د امریکايي وسایلو او تجهیزاتو اېستل، په سیمه کې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو شونتیا او د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان په مسلو کې ان د ایران او چین د برلاسي کېدو پر شونتیا خبرې وشوې.
غونډه کې یو شمېر سناتورانو د ولسمشرجو بایډن پر پرېکړه نیوکه ځکه کوله چې وايي، داسې ضمانتونه نشته چې شل کلنې لاسته راوړنې له مینځه لاړې نه شي.
خو پر مخالفو نظرونو سربېره د ډیموکراټ سناتور ټیم کېن په ګدون ځینې سناتوران د ولسمشر بایډن د پرېکړې پلویان وو.
د جو بایډن د پرېکړې له مخې، د راتلونکي سپټمبر پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.
د کانګرېس د وسله وال پوځ کمېټې یوه غړي سناتور جېم ینهاف له دواړو مېلمنو وپوښتل چې طالبانو له امریکا سره پر خپله هوکړه څومره عمل کړی؟
دواړو پوځي چارواکو ویل چې دې ډلې تر هوکړې وروسته پر امریکايي سرتېرو برید نه دی کړی.
افغانانو ته ویزې

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ شمېر سناتورانو د هغو افغانانو پر خوندیتابه او امریکا ته یې پر بیولو ټینګار وکړ چې له امریکايانو سره یې په ملکي او پوځي ډګر کې کار کړی دی.
ډېری افغانانو تر دې وړاندې شکایت کړی چې دوی ته د کډوالۍ ځانګړې ویزه SIV کې ستونزې جوړې شوې، هغه هم په داسې حال چې امریکايي سرتېري تر سپټمبر میاشتې وځي.
دغو ژباړونکو په کابل، بلخ او نورو ولایتونو کې مظاهرې هم کړې دي او له امریکا غواړي چې ویزې ور کړي.
د ایوفْا سناتوره جاني یرنز هغو افغان ژباړونکو ته اندېښمنه وه چې ویزې نه ورکول کېږي او په افغانستان کې یې ژوند ته ګواښ پېښ دی.
اغلې یرنز وویل، په دې وروستیو کې یې واورېدل چې د یوه افغان ژباړونکي د ویزې غوښتنلیک رد شوی، نو دې غږ وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت ته دې وویل شي چې د هغو افغان نارینه او ښځو د ویزې په برخه کې مرسته وکړي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی دی.
ښاغلي هالفْي ډاډ ورکړ چې وروسته له دې چې د ټولو کسانو هویتونه او جزیات د هغه سیستم له مخې چې ورته یې جوړ کړی معلوم شي، دوی به د ځانګړې کډوالۍ ویزې د ورکړې بهیر چټک کړي.
د طالبانو د ځواکمنېدو په صورت کې د افغان ښځو د لاسته راوړنو پر سر اندېښنې څو سناتورانو څرګندې کړې خو ښاغلي هالفْي ویل دوی به د خپلو مرستو یوه برخه د پخوا په شان د افغان ښځو د ملاتړ او حقونو خوندیتابه ته ځانګړې کوي.
د تړلو دروازو تر شا خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
د دفاعي کمېټې مېلمنو ډېرو پوښتنو ته ځانګړی ځواب نه درلود او نه هم دې ته چې له افغانستانه په اوسني وضعیت کې وتلو سره به امریکا ته په راتلونکې کې څه ډول خطر متوجه وي.
دواړو ډېری پوښتنې پرېښودې چې د بندو دروازو تر شا غونډه کې ورته ځواب ووايي او د جو بایډن له هماغه مشهور سیاسته یې کار اخیسته چې ویلي یې ول، اوس نور خطرونه د نړۍ په نورو برخو کې امریکا ته ګواښ پېښوي، نو ځکه له افغانستان وتل سمه پرېکړه ده.
د سنا جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټه وروسته له علني غونډې، د تړلو ورو ترشا غونډې ته لاړه چې بحث ته دوام ورکړي.
له ۲۰۱۷ کاله دغې کمېټې د افغانستان په اړه کومه علني غونډه نه ده درلودلې او د بندو دروازو ترشا وروستۍ غونډه یې په ۲۰۱۹ کال کې وه.




















