د کابل شکر دره کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه؛ د مُلا امام په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د کوچني اختر پر دویمه ورځ د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ د حاجي بخشي کلي د جامع جومات په منبر کې ماین چاودنې د جومات د ملاامام په ګډون ۱۲ کسان وژلي دي.د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بي بي سي ته ویلي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د شکر درې ولسوال ګوهرخان بابري بي بي سي ته وویل، دغه جومات ته د لمانځه لپاره ځايي خلک ورټولېدل او د دغې پېښې په تړاو یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دغې چاودنې بېلابېل غبرګونونه هم لرلي دي.

د اروپايي اتحادیې استازولۍ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې په جامع جومات کې چاودنه د کوچني اختر له مفکورې سره چې په سوله ییزه فضا کې کېږي، په ټکر کې ده.

اروپايي ټولنې پوښتلي چې پر جوماتونو بریدونه له دین سره څه اړیکه لري؟

طالبانو په جومات کې دننه دغه چاودنه غندلې ، هغه یې د افغان حکومت د استخباراتي ادارې کار ګڼلی او غچ اخیستو ګواښ یې کړی.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوه جومات دننه دا چاودنه داسې مهال شوې چې طالبانو اعلان کړی و د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند مراعتوي.

پرون د ماین چاودنو او چاودونکو توکو له امله په کندهار، کندوز او غزني کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکیان وژل شوي دي.

خو د اوربند له پیل راهیسې تر دمګړۍ د افغان ځواکونو او طالب وسله والو د مخامخ نښتي راپورونه نه دي ور کړل شوي.