اختر کې اوربند: د سولې عالي شورا وايي دايمي اوربند په کار دی
د خپرېدو وخت
د بریتانیا او پاکستان لوی درستیزانو د سفر موخه د افغانستان په روان امنیتي وضعیت، افغان سوله او سیمه ییزه همکارۍ خبرې بلل شوې دي.
په همدې ترڅ کې افغان حکومت او طالبانو د کمکي اختر په مناسبت درې ورځنى اوربند علان کړى دى. په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د طالبانو له اوربند خبر دي، خو د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.
د طالبانو له لوري د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته په زابل کې د سپرليو يو موټر په ماين ختلى او ١٣ ملکيان يې وژلي دي. د کابل او لوگر د وروستيو پېښو له امله سې شنبې په افغانستان کې د ملي وير ورځ لمانځل کېږي.
زموږ همکار صابر عزيز پرې رپوټ چمتو کړی دی.