د ثور یا غوايي میاشتې کودتا کلیزه
د خپرېدو وخت
۴۳ کاله پخوا پر همدې ورځ، د اپریل پر ۲۷ مه، او د غوايي پر اوومه افغانستان کې شوروي پلوه کيڼ اړخو پوځيانو او سياستوالو د وخت پر ولسمشر محمد داود خان کودتا وکړه، له کورنۍ سره يې وواژه، او خلک ګوند مشر نور محمد ترکی یې مشر کړ. کودتاچيانو او پلويانو یې ويل کارونه یې، افغانستان کې د بدلون او پرمختګ لپاره دي، خو ډېر نور بيا د غوايه اوومې کودتا د افغانستان د لا روانې جګړې پيلامه بولي. شازیه حیا پرې رپوټ لري.