د نیمروزي هنرمن په لاس ۳ بُعدي مجسمې

د ویډیو تشریح، د نیمروزي هنرمن په لاس ۳ بُعدي مجسمې
د خپرېدو وخت

په نیمروز ولایت کې یو هنرمن له یوځل لګښتي او ضایع شویو توکو هنري اثار او مجسمې جوړوي. محمد رفیق صادق له کاغذونو او پلاستیکي توکو زینتي لوښي درې ګوټیزه (۳ بُعدي) شیان او مجسمې جوړوي. دی خپل دا اثار نه پلوري، بلکې ملګرو ته یې ډالۍ کوي.‌

ده په کوچنیو ابعادو کې داسې یو څه جوړ کړي چې د ونو، د اوبو د ویالو او نورو جزییاتو مطابق کټ مټ د کمال خان بند غوندې ښکاري.

محمد قاضي زاده پرې دا رپوټ چمتو کړی.