افغان سوله
د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر اشرف غني وايي د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن سره يې نن د خپل سولې بهير په اړه او هم ترکيه کې د پلان شوې غونډې په اړه خبرې کړې دي. افغان ولسمشر دا خبره پر خپل ټويټر کړې. ولسمشر غني د سولې لپاره د خپل وړانديز اعلانولو پر مهال ویلي، د ترکیې ناستې ته بشپړ چمتووالی لري. طالبانو بياويلي د اېپرېل پر شپاړسمه د ترکیې ناسته کې ګډون نه شي کولی. پر همدې مهال د افغان سولې بهیر لپاره د وړانديزونو يووالي کمېټې د دغه هېواد ولسمشر دویم مرستیال هغه څرګندونې رد کړي چې ویلي يې وو، د دې کمېټې له لوري جوړه شوې مسوده له نیمګړتیاو ډکه او په هېڅ ډول د ترکیې ناسته کې د وړاندې کولو نه ده. دا کمېټه وايي، وړانديز یې د ټولو لورو او ګوندونو په خوښه جوړ شوی او له منلو وروسته به استانبول غونډه کې وړاندې شي. نورګل شفق یې نور حال راکوي.