تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونس قانوني 'د سولې د طرحې مسودې' ننګه وکړه، خو سرور دانش یې 'نیمګړې او کمزورې' بولي
د ملي مصالحې عالي شورا د سولې د توحید کمېټې مشر یونس وايي، د سولې د طرحې هغه مسوده کې چې د دوی لخوا چمتو شوې، د یوه ګوند نه بلکې د ټولو افغانانو غوښتنې راغونډې شوې دي.
ښاغلي قانوني وروسته له هغه د خپلې طرحې ننګه کړې چې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور پر دغې مسودې نیوکه وکړه او "نیمګړې او کمزورې" یې وبلله.
دا مسوده د مصالحې شورا د توحید کمټې د یوې اونۍ له بحثونو وروسته چمتو کړې، او ټینګار کوي چې د ولسمشر غني د سولې د طرحې په ګډون د لسګونو نورو طرحو مهم ټکي پکې راټول شوي دي.
خو د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، دې مسوده کې د سولې اړوند د ولسمشر او افغان حکومت طرحې سره سپک چلن شوی او د جمهوریت له لوري د مختلفو طرحو او نظریو هیڅ ډول توحید او انسجام ته پکې پام نه دی شوی.
د سرور دانش نیوکه څه ده؟
ښاغلي دانش پر خپله فیسبوک پاڼه د کوم ګوند له نوم اخیستو پرته ویلي، د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ ته سپارل شوې طرحه په حقیقت کې د یوه لوري یا ګوند غوښتنې جوتوي.
هغه وړاندې لیکي، هغه طرحه چې د انتقالي دولت لپاره په پام کې نیول شوی په اصل کې د زلمي خلیلزاد طرحه ده او ټولې برخې یې له بدلون او سمون سره تائید شوې دي.
د ولسمشر د دویم مرستیال د مطبوعاتو د برخې مسول محمد هدایت بي بي سي ته وویل، د سولې اړوند هره طرحه چې وړاندې کېږي باید ټول شموله وي. نوموړی وایي:
"زمونږ دریځ دا دی چې هره هغه طرحه چې وړاندې کېږي، باید هغه د لیدلوري او نورو اړخونو له مخې ټولشموله وي، ځکه که موږ د حکومت له اړخه څو نظرونه وړاندې کوو، نو کېدای شي میاشتې وخت ونیسي تر دې چې موږ په خپل منځ کې یوې هوکړې ته ورسېږو. نو د دې لپاره د ښاغلي استاد دانش نیوکه دا ده چې کله د توحید کمېټه د یوې واحدې طرحې په جوړېدو نه وه بریالۍ شوې باید په تړاو یې معلومات نه وای شریک کړي او تر هغې یې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ته نه وای ورکړې چې په اړه کره پریکړه نه وای شوې."
د نوموړي په اند دا طرحه د صدارتي نظام په نوم واک د دوو قامونو ترمنځ وېشي چې یو به پکې د ولسمشرۍ او بل د لومړي وزارت مستحق وي، خو نور قامونه دریمې او څلورمې درجې ته غورځول شوي دي.
د مصالحې د عالي شورا په وړاندې شوې طرحه کې ولسمشر او لومړي وزیر هر یوه ته څلور مرستیالان په پام کې نیول شوي خو ښاغلي دانش په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي:
"پارلماني یا صدارتي نظام که د انتقالي دورې یا د افغانستان راتلونکي لپاره وي یوازې د یوه ګونده نظر دی او باید د جمهوریت ټولې جبهې او ټولو قامونو او ګوندونو نظر ونه ګڼل شي".
د یونس قانوني لخوا څه سپیناوی شوی؟
د ښاغلي دانش نیوکو ته د مصالحې د عالي شورا د سولې د توحید کمېټې رییس محمد یونس قانوني په غبرګون کې ویلي د سولې په تړاو د ولسمشر په لیکلې بڼه یوه پاڼه طرحه دوی ته رسېدلی چې د نظام په ساتلو سره له وخته مخکې د ټاکنو یادونه پکې شوې او دغه طرحه دوی له لاس وهنې پرته د سولې په تړاو د مصالحې د شورا په طرحو کې زیاته کړه. ښاغلی قانوني وایي:
"استانبول ته زموږ ټیم له یوې طرحې او دوو وړاندیزونو په لرولو سره ګډون کوي چې لومړۍ وړاندیز یې د افغان ولسمشر دی او هغه دا چې راځئ تر وخت مخکې ژر ټاکنو کې برخه واخلئ. زموږ پوښتنه دا وه چې که طالبانو ونه منله بیا؟ دویم وړاندیز د سولې د انتقالي دولت جوړښت و، داسې یو دولت چې په هغه کې په روښانه ډول عام وګړي او طالبان ځان وویني او هم د جګړې د پای لپاره د حل لار پیدا شي".
ښاغلي قانوني وویل، ولسمشر، د هغه مرستیالانو او همدا راز لومړي وزیر او مرستیالانو ته یې په دې طرحه کې سپکاوی نه دی شوی او دغه طرحه د ملي یوالي او سیاسي وحدت د ساتني په موخه جوړه ده.
د عطا محمد نور غبرګون
د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر عطا محمد نور هم- چې د افغانستان سولې طرحې د مسودې د توحید کمېټې غړی هم دی- د ښاغلي دانش دا خبره ناسمه بولي چې د جمهوریت طرحې ته سپکاوی شوی دی.
نوموړي کابل کې د افغان سیاستوالو غونډه کې وویل، د ولسمشر طرحې ته یې درناوی کړی او اوله کټه ګورۍ کې یې ځای ور کړی دی.
ښاغلی نور د سرور دانش دا خبره هم سمه نه بولي چې دا طرحه د یوه ګوند ده او زیاتوي دا طرحه د ګوند نه بلکې د ټولو خلکو غوښتنه ده.
د هغه په خبره، سوله، د سولې انتقالي حکومت، اوربند او واک کې د ټولو پاړکو او قومونو مشارکت د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
بي بي سي وکړه چې د ولسمشر د دویم مرستیال د نیوکو او د ملي مصالحې عالي شورا لخوا د چمتو شوې طرحې په تړاو د ارګ نظر هم ولرو خو اړونده چارواکو په دې تړاو تردې دمه څه نه دي ویلي.