کابل کې د مامورینو پر ګاډي چاودنه؛ ۵ کسان ووژل او ۱۳ ټپیان شول

د خپرېدو وخت

د افغانستان پلازمېنه کابل کې پولیس وايي، د دغه ښار خیرخانه کوتل(غاښي) کې یو کاسټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ( د مارچ ۱۸) ځايي وخت نږدې ۷:۲۰ دقیقې وشوه.

د نوموړي په خبره، ښايي د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر هم بدل شي.

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار حامد پویا بي بي سي ته وویل، دې چاودنه کې د دې وزارت او نورو ادارو کارمنان په نښه شوي چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په برید کې د دې وزارت او څو نورو ادارو قراردادي ګاډی په نښه شوی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا یوه اعلامیه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله له خولې دا برید غندي او زیاتوي:

"د ملکي وګړو هدف ګرځول بشر ضد جنایت، ظالمانه او د ټولو اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دی. "

تېره دوشنبه هم د کابل ښار دهن باغ سیمه کې مازیګر د حکومتي کارمنانو پر بس چاودنه وشوه او د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې ورځې د مالوماتو له مخې پکې ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نورټپیان دي چې په ډله کې یې یوه مور او د غېږي او ګېډې دوه ماشومان هم شته.

د مخابراتو او اطلاعاتو فرهنګ وزارت د چارواکو په خبره، په دغه برید کې هم د دوی کارمنان په نښه شوي وو.

وروستیو میاشتو کې د افغانستان سترو ښارونو په تېره کابل کې بم چاودنې او هدفي وژنې اوڅار ډېر شوې دي.

تېرو څو ورځو کې تر ډېره د سپرلۍ ګاډي په نښه کېږي، چې ډېره مرګ ژوبله هم لري.

حکومت وسلوال طالبان د ټولې ناامنۍ مسوول بولي، خو طالبان په ډېری دې پېښو کې لاس لرل ردوي.

سهارنۍ چاودنه هم په داسې مهال ده چې نن په مسکو کې د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره د افغان حکومت، طالبانو او څو نورو هېوادونو استازي سره جرګه کېږي.