تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سوله؛ له کابله جګپوړی پلاوی د مسکو غونډې ته روان شو
سبا چهارشنبه د روسیې پلازمېنه مسکو د افغان سولې په تړاو د افغانستان دولت، طالب استازو او په سوله کې د ښکېلو هېوادونو کوربه ده. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی روسیې ته ورسېد او د طالبانو استازي هم له دوحې روسیې ته روان شوی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي، د یوه بریالي کنفرانس تمه لري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي د سیمې هېوادونو له همکارۍ پرته سوله ناشونې ده. د مسکو ناسته کې د ښځو د ونډې کمرنګۍ او نېوکو په په تړاو ارګ ویلي د مېرمنو نیوکې پر ځای دي ځکه ددغه پلاوي یو شمېر غړي په شخصي ډول غوښتل شوي دي.
بلخوا په روسیې کې د افغانستان سفارت په یوه لیک کې د بهرنیو چارو وزارت او د پلاوي یو شمېر غړو ته روښانه کړی چې د سفر ځینې لګښتونه به دوی خپله کوي او روسي چارواکو د کنفرانس په څنډه کې له چارواکو سره د لېدنې بښنه هم غوښتې ده.
بل لور ته حزب اسلامي مسوولین وايي، د دې ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د هغه دولتي پلاوي غړی نه دی، چې د مسکو سولې خبرو کې ګډون کوي. د ښاغلي حکمتیار یو نژدې ملګري غیرت بهیر بي بي سي ته وویل، ښاغلی حکمتیار په خپلواکه توګه دې غونډه کې ګډون کوي.
دغه کنفرانس د ترویکا غړو هېوادونو په کوربه توب مسکو کې تر سره کېږي، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د پلاوي مشري په غاړه لري وویل، دغه ناسته د دوحې د خبرو په پیاوړي کولو، د تا وتریخوالي پر کمښت او په افغانستان کې د جکړې پر پای متمرکزه ده.
ښاغلي عبدالله همدا راز وویل دې ناسته کې چې د طالبانو په شتون کې جوړېږي دواړه لوري "د سولې هڅو پر چټکولو، د دوحې خبرو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو، ترهګرۍ سره مبارزه، نشه يي توکو قاچاق او پر یو خپلواک او ځان بسیا افغانستان جوړولو '' بحث او د نظر تبادله کوي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په دې باور دی چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې په ټنګښت کې ګاونډی هېوادونو او روسیه رول حیاتي دی.
حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، گلبدین حکمتیار، میر رحمان رحماني، کریم خلیلي، معصوم ستانکزی، نادر نادري، سید سعادت منصور نادري، متین بیک، محمد اعلم ایزدیار او مېرمن سرابي د دغه دوولس کیسز پلاوي غړي دي په دغه نوملړ کې حبیبه سرابي یوازینۍ مېرمن ده چې په دغه ناسته کې برخه اخلي او پاتې نور کسان د هیات تخنیکي برخه ګڼل کېږي.
طالبانو هم تایید کړی چې لس کسیزه پلاوی یې مسکو ته روان شوی، ملا عبدالغني برادر، شیخ عبدالحکیم، محمد عباس ستانکزی، انس حقاني، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، محمد فاضل اخند، خیرالله خیرخواه، سهیل شاهین او ډاکتر محمد نعیم د طالبانو په استازوالي د مسکو ناسې کې ګډونوال دي.
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسیسټوټ پرانیست غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د تل پاتې او عادلانه سولې ټنګښت لپاره شرایط برابر شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د دغه کنفرانس پایله به څه وي، خو په روسیه کې د افغان سفارت لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لېږل شوي رسمي لیک کې چې بي بي سي کتلی دی راغلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د هغه هېواد ولسمشر د مېلمستون په سالون کې د غونډې پیل کې د ښه راغلاست خبرې وکړي او د غونډې مشري به هم د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف په غاړه لري.
په دغه لیک کې راغلي مسکو د کنفرانس په څنډه کې له افغان چارواکو سره د لېدنې په تړاو بښنه غوښتې، د دغه لیک له مخې کوربه هېواد یوازې د شپږو مېلمنو د هوټل لګښت ورکوي او د پاتې هغو شخصي دی.
په دغه لیک کې وړاندې راغلي هېڅ روسی چارواکی د ښه راغلاست په موخه د هغه هېواد هوايي ډګر ته نه ځي او سفارت د کنفرانس ځای لپاره د لېږد په موخه وړ موټرونه کرایه کړي دي.
دغه لیک کې وړاندې روښانه شوي چې د روسیې دولت به یوازې د شپږو وي ای پي یا لوړ پوړو چارواکو د سالون کرایه پرې کوي.