روسیه: افغانستان کې لنډمهال حکومت د دغه هېواد ستونزې یوه حل لاره ده

د ویډیو تشریح، روسیه: افغانستان کې لنډمهال حکومت د دغه هېواد ستونزې یوه حل لاره ده
د خپرېدو وخت

داسې حال کې چې مسکو کې د افغان سولې په اړه یوې ناستې ته چمتوالی نېول کېږي، روسیه وايي، افغانستان کې لنډمهال حکومت د دغه هېواد ستونزې یوه حل لاره ده. په افغانستان کې لنډه مهالی حکومت د امریکا په هغه وړانديز کې هم شته چې دا وروستیو کې افغان ولسمشر ته سپارل شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د هر ډول حکومت په اړه پرېکړه به افغانان کوي، خو وايي لنډمهال حکومت داسې حال لار ده چې له مخې به یې طالبان سوله ییزه سیاسي ژوند کې ګډ کړل شي.