تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې له فساد سره مبارزه؛ 'یوه کال کې د فساد نژدې ۱۸۰۰ دوسیو ته رسېدنه شوې'
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، په روان هجري لمریز کال کې یې ۱۷۹۱ د فساد دوسیو ته رسېدنه کړې ده. لویه څارنوالي وايي، په دې دوسیو کې ۲۶۶ یې د درنو جرمونو او نورې د عادي جرمونو اړوندې دي.
ددغو دوسیو تورن د وزارتونو له مرستیالانو نیولې د ملي شورا، ولایتي شوراګانو غړو، رییسانو او پوځي او ملکي کارمنانو پورې دي. ددغو دوسیو ارزولو پایله کې میلیونونه افغانۍ د دولت خزانې ته ستنې کړل شوې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چارشنبې په ورځ (کب/حوت شپږمه) یوې خبري غونډې ته د تېر یوه کال د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د دغو قضیو د ارزونې پایله کې یې باید تر ۸۴ میلیون (څه باندې ۳ میلیون ډالر) د دولت خزانې ته ستانه کړل شي، خو ددغو پیسو ډېره برخه تر اوسه لاس ته نه ده راغلې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په عادي قضیو کې د پرېکړو له مخې ۳۱ میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته ستنې کړل شوې دي.
دی وايي، د روان کال په اوږدو کې ۱۵ څارنوالان، ۴ اداري کارمنان او ۱۷ د لویې څارنوالۍ نور کارمنان د اداري فساد په تور نیول شوي دي.
ښاغلي رسولي دې دوسیو ته رسېدنه د افغانستان په تاریخ کې د اداري فساد مبارزه کې "بې مخینې" لاسته راوړنه وبلله.
د لویې څارنوالۍ ویاند د فساد دوسیو څېړلو او موندلو کېد خلکو ونډه مهمه وبلله چې په وینا یې په تېر یوه کال کې یې تر پنځه سوه ډېر شکایتونه د خلکو له لارې ثبت کړي او رسېدنه ورته شوې ده.
اداري فساد او له نړۍ سره د افغانستان ژمنې
اداري فساد د افغان دولت یو له مهمو لویو ستونزو دی، چې ډېر ځله چارواکو ویلي، دا ستونزه د نظام په ګڼو ادارو کې شته.
د ژنیوا کنفرانس کې، چې کابو درې اونۍ مخکې له افغانستان سره د مرستو لپاره جوړ شوی و، نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د دیارلس میلیارد ډالرو مشروطه ژمنه وکړه، چې افغانستان کې به یې مقابل کې له اداري فساد سره خپله مبارزه ټینګوي.
وړاندې افغان چارواکو ویلي وو، د ژنیوا کنفرانس کې د ژمنو پر بنسټ، باید تر راتلونکو درېیو کلونو پورې په محکمو کې له اداري فساد سره د مبارزې دوسیې فیصله کېدونکې قضیې تر پنځوس سلنې لوړې شي.
په وروستیو میاشتو کې افغان حکومت له فساد سره مبارزه ډېره کړې ده. په دې موده کې د ګمرکونو ځینې چارواکي، مشرانو جرګې ځینې غړي، د ښار جوړونې او عامې روغتیا وزارت ځینې کارمن او ان ځینې مخکېني وزیران د فساد په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.