ننګرهار کې د روغتیايي علومو فارغان؛ ولې ترې د ازموینې او دولتي ديپلوم په نوم پيسې واخيستل شي؟

د عکس سرچینه، ننګرهار رسنيز دفتر(NMIC)
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې د خصوصي انسټیټیوتونو ۱۷ سوه نجونو په ګډون د شاوخوا ۷ زره فارغانو د دولتي سند ترلاسه کولو په موخه ازموینه پیل شوه.
دا ازموينه د عامې روغتيا وزارت اخلي چې پکې د ننګرهار د ۱۲ انستيتیوتونو د اوو برخو فارغان ګډون کوي.
یاده ازموینه پنځه ورځې دوام کوي چې په لومړۍ ورځ یې څه باندې ۱۵ سوه نجونو قابله ګانو ګډون کړی و.
خو د ازموینې د ګډون او دولتي سند په بدل کې له هر یوه ګډونوال د ۷ زرو افغانیو اخیستل ډېرو ته د پوښتنې پیدا کړې او وایي، د دې فیس پرې کولو توان نه لري.
د ولايتي مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې د ۱۲ خصوصي انسټیټیوټونو څخه د قابلګۍ، نرسېنګ، غاښونو، فیزیوتراپۍ، لابراتوار، فارمسۍ او انستیزۍ برخه کې د ۱۷سوه نجونو په ګډون د ۷ زره تنو فارغانو څخه د دولتي ازموینې بهیر وړمه ورځ پیل شو او پنځه ورځې به دوام لري.
دا ازموینه په خصوصي انستيتیوتونو کې له دوه کلنو زدکړو وروسته په دولتي او خصوصي روغتيايي برخو کې د کار کولو لپاره د دولتي سند ترلاسه کولو لپاره اخيستل کېږي.
د ازموينې د لومړۍ ورځې ګډونوالې څه باندې پنځلس سوه هغه نجونې وې چې قابلګۍ برخه کې یې زدکړې کړې وې.

د عکس سرچینه، ننګرهار رسنيز دفتر(NMIC)
دوی وایي، دا دوه کلن انستيتیوتونه د دې لپاره لولي چې مياشتني فيسونه یې کم دي، خو د ازموینې د ګډون یو نيم زر او د برياليتوب په صورت کې د ديپلوم ۵ پنځه زره افغانۍ ترې غوښتل شوي چې د دوی ته يې پوره کول اسانه نه دي او دا غیر قانوني پيسې دي چې ترې غوښتل کېږي.
ننګرهار کې د خصوصي انستيتیوتونو ټولنه دا مني چې دا پيسې د کومې لايحې له مخې نه بلکې د خپلمنځي پرېکړې له مخې اخيستل کېږي، خو زياتوي چې ازموينه او سند ورکړه لګښتونه لري او د انستيتیوتونو د مالي ملاتړ یوه برخه هم ده.
ننګرهار کې د خصوصي انستيتیوتونو د ټولنې مشر شېر محمد مومند وایي: "دا میاشتنی فیس خو دومره نه دی چې انستيتیوتونو دې په کې ګټه وکړي. دا خو انستیتیوتونو ته د ګټې یو مدرک دی. د استادانو معاشونه، کرایې.... د میاشتې په زر افغانۍ څوارلسم په سويه د درس زمینه برابرول کمه ده. دا د کوم قانون له مخې نه دي، خو دا هوکړه له زده کوونکو سره مخکې تر مخکې شوې ده چې د دولتي ازموینې او ديپلوم پيسې به ورکوي".
د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم وایي، دا ترلاسه کېدونکي پيسې د محصل او انستيتیوت ترمنځ هوکړه ده او دوی په کې ښکېل نه دي.
دې ازموينه کې د ۱۲ انستيتوتونو د بېلابېلو برخو تر ۷ زرو فارغان ګډون کوي او هغوی چې له سلو پنځوس نومرې وړي بريالي ګڼل کېږي او د فراغت دولتي ديپلوم ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، ننګرهار رسنيز دفتر(NMIC)
د افغانستان د روغتیا وزارت د خصوصي انستيتیوتونو مشرې زهرا ذکي بي بي سي ته وویل، ازموینه کې فارغو بريالیو محصلینو ته به دولتي دېپلوم دا چانس ورکړي چې په اسانۍ دندې وکړي او يا په دولتي روغتيايي مرکزونو کې دندو ته ومنل شي.
هغې زیاته کړه: "دوی چې هرې مرجع ته د دندې لپاره ورځي او دولتي ديپلوم یا سند ورسره وي، لومړیتوب به ورکول کېږي.
هره ازموینې ته به منل کېږي. که دوی دا ازموینه ورنکړي د حکومت له خوا ازادې سيالۍ ته وړاندې شويو روغتیايي بستونو ازموينې ته نه منل کېږي. که دوی دا ازموينه ورنکړي، په شخصي کې ممکن دندې وکړي، خو په دولتي او رسمي ځايونو کې به کار نه ورکول کېږي".
ننګرهار کې د پنځو خصوصي پوهنتونونو سربېره دا مهال په ۱۳ شخصي انستيتیوتونو کې نژدې ۱۵ زره زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.

د عکس سرچینه، ننګرهار رسنيز دفتر(NMIC)
دې نيمه لوړو زدکړو قابلګۍ زده کړې ته نجونې او نورو برخو ته یې تر ډېره هغه ځوانان ورځي چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه مومي او په خصوصي پوهنتونونو کې د لوړ مياشتني فيس وس نه لري.
ياد انستيتیوتونه له محصلینو په نسبي ډول په لږ لګښت په منځني ډول د مياشتې تر زر افغانيو فیس اخلي.




















