تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې خبرې او د "ملکيانو مرګژوبلې" زياتېدل
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي، د افغان سولې خبرو په پیلېدو سره د ملکيانو ترمنځ مرګژوبله خورا لوړه شوې ده.
دغه اداره وايي د تېر ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ د ډیسمبر تر پايه، نژدې درې نيم زره ملکیان وژل شوي او نژدې پنځه زره او اته سوه نور یې ټپیان شوي وو.
یوناما په خپل تازه راپور کې د ملکي وګړو د خوندیتابه تر ټولو غوره لار اوربند بللی دی.
طالبانو د یوناما دا راپور رد کړی دی.