تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې موټربم برید؛ ښوونځی او کورونه یې ویجاړ کړي
د افغانستان سوېلي کندهار ولایت پولیس وايي، د ارغنداب ولسوالۍ کوهک سیمه کې نن سهار پر پولیسو د هاموې ټانک په مټ موټربم برید شوی، چې ویل شوي اوه پولیس پکې 'سطحي' ټپیان شوي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، برید نن ګهیځ شاوخوا اوه نیمې بجې شوې، خو نوموړي د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د کندهار د امنیت امر فرید مشعل وايي، دا ټانک پولیسو پېژندلی دی. نوموړی وايي په سیمه کې چاودنې یو ښوونځی او کورونه ویجاړ کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، په سیمه کې هېڅ کومانډو ځواکونه نه وو.
د تېر کال اکتوبر میاشت کې، وسله والو طالبانو د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په دریو کلیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې وه او ځینې پوستې یې نیولې وې.
د جګړې له امله زیاتې کورنۍ کډوالې شوې او ځینې د دواړو لورو د جګړې تر منځ په کلیو کي بند پاتې دي.
د کندهار د ناامنیو په دوام، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په تېره فبرورۍ کې کندهار ته ولاړ چې له سفر سره یې هم مهاله د کندهار د پخواني والي حیات الله حیات پر ځای روح الله خان زاده نوی والي وټاکل شو او د کندهار د ملي امنیت د مشر پر ځای یې عطاء محمد اریوبي ټاکلی و.
ننګرهار
بل خوا، د ختیځ جلال اباد ښار فارم اډې زیتونو فابریکې ته څېرمه د پولیسو په رنجر د سړک غاړې ماین چاودلی چې د چارواکو په وینا، درې کسان پکې ژوبل شوي دي.
په ورته وخت کې، ناڅرګندو وسله والو تېر ماسخوتن جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند لغمان اډې ته څېرمه روداتو ولسوالۍ سيمه يیزو پولیسو ټیم ليډر له يو بل کس سره په ډزو وژلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ۱۵۳ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
سرچینه وايي، دا طالبان کندهار، ننګرهار، زابل، وردګو، خوست، روزګان، بلخ، کندوز او هلمند ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
طالبان ادعا کوي چې، د بلخ ولایت په ځینو ولسوالیو کې د افغان حکومت ۵۲ عسکر، پولیس او اربکیان له دوی سره یوځای شوي.
افغان حکومت د طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.