هرات کې د ځيرې توليد ډېر شوی

د ویډیو تشریح، هرات کې د ځيرې توليد ډېر شوی
د خپرېدو وخت

د افغانستان لوېدیځ هرات کې د ځیرې تولید په بېسارې کچه لوړ شوی دی.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي سږنی کال یوازې له هراته د پنځه لس میلون ډالرو په ارزښت ځیره بهر ته صادره شوې ده.

ځیره نورو هېوادو، په تېره بيا جنوبي اسيا او منځني ختيځ کې ډېر پېرودونکي لري خو کرکیله یې له اورښت سره تړلې او که اورښت کمېږي د تولید کچه یې هم ورسره ټیټیږي.