افغانستان: د کورونا واکسين به لومړی چا ته ورکول کېږي

د ویډیو تشریح، افغانستان ته د کورونا واکسين لومړۍ جوپه ورسېده
د خپرېدو وخت

کابل ته د کورونا وېروس د واکسین لومړنۍ جوپه له هنده ورسېده.

دا واکسین چې د هند په الوتکه کې افغانستان ته وړل شوي، نیم میلیون واکسين کېږي. ولسمشرۍ ماڼۍ د دې واکسینو د رسېدو هرکلی کړی او وايي چې په لومړي سر کې به د افغان سرتېرو او روغتیايي کارکوونکو ته ورکول کېږي.

که څه هم دا واکسین د کارونې لپاره بشپړ نه دي تایید شوي خو ګڼو هېوادونو ته لېږل شوې.