تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"۲۰۲۰ کال؛ افغانستان کې هرې ۲۴ ګړۍ ۸ ولسي وګړي وژل شوي"
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه تازه رپوټ کې وايي، ۲۰۲۰ کال هم د تېرو هغو پرتله افغانستان کې لږ خونړی و، چې په اوسط ډول هره شپه او ورځ پکې اته ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي او د ټول ټال وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۲۹۵۸ ته رسېدلی او ۵۵۴۲ نور ټپیان شوي او ځانمرګو بریدونو کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
په دې رپوټ کې چې د چارشنبې په ورځ (دلوه/سلواغه ۷) خپور شوی، ویل شوي که څه هم سږ کال د سولې خبرې روانې دي او تل د جګړې پر ښکېلو غاړو د اوربند او اورکم غږ شوی، خو لاهم لکه څنګه چې تمه کېده، تاوتریخوالی به کم شي، هسې ونه شول.
دا ولسي مرګ ژوبله د وړم (۲۰۱۹) کال پرتله ۲۱ سلنه راکمه شوې ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۹۵۵ نور ټپیان شوي وو.
د رپوټ له مخې، تېر کال ۳۳۰ ښځې وژل شوې او ۵۱۷ نورې ټپیانې شوې، چې د وړم کال د ښځو د مرګ ژوبلې پرتله ۱۳ کموالی ښيي.
د رپوټ موندنې ښيي، چې تېر کال افغانستان کې ۵۶۵ ماشومان وژل شوي او ۱۴۵۴ نور ټپیان شوي، چې د وړم کال د ماشومانو د مرګ ژوبلې پرتله ۲۵ کموالی راغلی دی. په ۲۰۱۹ کال افغانستان کې ۴۴۵ ماشومان وژل شوي او ۲۲۵۱ نور ټپیان شوي وو.
د ولسي مرګ ژوبلې عاملان
رپوټ وايي، په ۲۰۲۰ کال د طالبانو بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله شاوخوا ۴۰ سلنه راټیټه شوې، چې لوی لامل یې په لویو ښارونو کې د پېچلو او لویو ځانمرګو بریدونو کموالی دی او د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې بریدونه ۲۱ سلنه کم شوي دي.
په دې رپوټ کې ویل شوي چې د دولتي او نړیوالو ځواکونو بریدونو کې هم ولسي مرګ ژوبله ۱۶ سلنه راټیټه شوې ده، خو په تېر کال کې د نړیوالو او افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۲۴۹ ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د شپنیو بریدونو په اړه ویل شوي چې افغان او نړیوال ځواکونه "ځینې وخت" د ولسي مرګ ژوبلې لامل شوي.
په دې تازه رپوټ کې د ۵۳ سلنه ولسي مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو اچول شوې، حال دا چې د ۱۵سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسئول حکومتي او نړیوال ځواکونه ګڼل شوي او داعش ډله د ۵ سلنې ولسي مرګ ژوبلې مسئوله ده او د ۲۵ سلنې عاملان هېڅ معلوم شوي نه دي.
رپوټ وايي، تېر کال د طالبانو بریدونو کې ټول ټال ۴۵۶۷ ولسي وګړي وژل شوي او ټپي شوي، د افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونو کې ۱۲۴۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او داعش ډله د ۴۰۳ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسئوله ګڼل شوې ده.
د خبریالانو وژنه
په رپوټ کې ویل شوي چې پر خبریالانو باید بریدونه ونه شي، خو د "نی" په څېر د خبریالانو د ټولنو له راخیستل شویو معلوماتو پربنسټ، تېر کال له ټول ټال ۸۱ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی، ۱۱ خبریالان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
رپوټ کاږي، چې دوحه کې د سولې خبرو پیلېدا سره، افغانستان کې د خبریالانو، مدني ټولنو او بشر حقونو پر غړو او فعالانو بریدونه پام وړ ډېر شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون په رپوټ کې ویل شوي، تېر ۲۰۲۰ کال هم د نورو تېرو کلونو پرتله د جګړې د ښکېلو غاړو د مقناطیسي او سړک غاړې ماینونو د چاودنو، توغندیزو او ځانمرګو بریدونو، هوايي او ځمکنیو بریدونو شاهد و چې ګڼو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې رپوټ کې راغلي، چې د هېواد بېلابېلو سیمو کې ناچاودو مرمیو او ماینونو ګڼ ماشومان هم وژلي او د جګړې له کبله ټول ټال ۷۴۰۸۷ کورنۍ په کور د ننه بې ځایه شوې دي.
په رپوټ کې د بشري حقونو هغه موندنې راخیستل شوې چې وايي، یوازې په وروستیو ۱۲ کلونو کې (د ۲۰۰۹ له پیله د ۲۰۲۰ تر پایه) د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ټال ۳۱۴۲۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۰۶۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه کمېسیون وايي، دا هغه شمېرې دي، چې له دوی سره ثبت شوې دي او که ناثبت شوي تلفات ورسره یوځای شي نو ښايي په دې موده کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه وي.
کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې بشردوستانه نړیوالو اساسي اصولو ته په پام سره باید د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره دوی له خپلو سیمه ییزو دفترونو، د جګړې له قربانیانو، امنیتي او روغتیايي چارواکو او عیني شاهدانو معلومات ترلاسه کړي دي.