طالبان: له امریکا سره د سولې تړون دې په دوه اړخیزه توګه عملي شي

د ویډیو تشریح، طالبان: له امریکا سره د سولې تړون دې په دوه اړخیزه توګه عملي شي
د خپرېدو وخت

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د سولې تړون دې په دوه اړخیزه توګه عملي شي. ‏د دې ډلې د قطر دفتر ویاند بي بي سي ته وویل دوي خپلې ژمنې عملي کړې او له امریکا هم غواړي چې د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د افغانستان کړکېچ د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي.‏ دا داسې حال کې دی چې د امریکا نوی حکومت وايي له طالبانو سره شوی تړون به له سره ارزوي. افغان حکومت بیا د جوبایډن ادارې د دې دریځ هرکلی او ملاتړ کړی.‏ صابر عزیز نور حال راکوي.