تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د سينګار روزنې لپاره يوازې يو مرکز
افغانستان کې تېرو دوو لسيزو کې بېلابېل کاروبارونه وغوړېدل، چې يو يې سينګارتونونه وو. نن سبا يې د دغه هېواد لروبر زرګونه ثبت شوي او نا ثبت شوي په فعاليتونو بوخت دي.
د شمېرو له مخې پلازمېنه کابل کې نژدې ۱۵ سوه د ښځو او له دوو زرو زیات د نارینه وو لپاره سینګارځایونه ښاروالۍ سره ثبت دي.
تر ډېره دغو ځایونو کې د سینګار چارې د داسې کسانو له خوا کېږي چې مسلکي زده کړې نه لري، او لا هم دغه هېواد کې د سینګار مسلکي او میعاري زدکړو اسانتياوې نه دي برابرې شوې.
اوس د ټول هېواد په کچه په پلازمینه کابل کې یوازې یو حکومتي مرکز دی چې د سینګار لنډمهالې زده کړې ورکوي.