د کابل ځمکې لاندې اوبو کمېدو ته اندېښنې؛ صالح وايي زورواکي د خپلسرو ملاتړ کوي

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې ښکته تلو ګڼې کورنۍ اړ کړي چې له یوې سیمې بلې ته کډه وکړي.

نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، خلک تر ۲۰۰ مترو د څاګانو کېندلو وس نه لري او نادولتي شرکتونه په ورځني ډول سلګونه زره لیتره اوبه لېږدوي. دی وايي، دولت او ښاروالۍ د دې خپلسریو د مخنیوي توان نه لري ځکه د دغه ډول خلکو تر شا زورواکي ولاړ وي او ملاتړ یې کوي.

د اوبو د تنظیم اداره وايي، په نامسلکي ډول د څاګانو کېندنو، د اوبو له حده زیاتې کارونې او نورو ولایتونو ته یې لېږدولو، د څښاک اوبو ته د کابل د اوسېدونکو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د کابل په ګڼو سیمو کې نادولتي شرکتونه پر خلکو اوبه پلوري او دولتي هغه بیا یوازې ۶۵۰ زره کورنیو ته اوبه وېشي.

حاجي وحیدالله د کابل په خیرخانه سیمه کې ژوند کوي چې ډېری اوسېدونکي یې اوس د څښاک اوبو له کمي سره مخ دي.

دی وایي، تر پنځو کلونو وړاندې د اوبو څاګانې فعالې وې او خلکو کولی شول خپلې د اړتیا وړ اوبه پخپله پوره کړي، خو په وینا یې اوس یو سطل اوبه هم په سختۍ پيدا کېږي. ځکه تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او څاګانې وچې دي. ورسره د اوبو نلونو کې هم ستونزې شته.

د معلوماتو له مخې اوسمهال په خیرخانې مېنه کې د اوبو کچه شاوخوا شل متره ښکته شوې، چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح په وینا، ځینې کورنۍ اړ شوي چې له دې سیمې کډه وکړي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د کورنیو لخوا د څښاک وړ اوبو تر حد زیاته کارونه، په زراعتي ځمکو، د لامبو حوضونو او موټر مینځلو کې تر ځمکې لاندې اوبو له حده زیاته کارونه لامل شوې چې خلک د څښاک وړ اوبو له کموالی سره مخامخ شي.

د دې ادارې په وینا په شرکتونو کې د معدني اوبو تصفیه کولو لپاره هم له کابله ولایتونو ته اوبه لېږدول کېږي. د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، د ځمکې لاندې اوبو پرلپسې کارونې او وچکالۍ د دغه اوبو سرچینې اغېزمنې کړې دي.

کابل کې شاوخوا شپږ میلیونه کسان اوسي، خو د پلازمینې د اوبو رسونې اداره یوازې ۶۵ زره کورنیو ته اوبه برابروي.

ددې ادارې ویاند نوید سعیدي وايي، د دغو کورنیو د اړتیا وړ اوبه هم د کابل تر ځمکو لاندې اوبو چمتو کېږي.

په کابل کې د اوبو د کړکېچ په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، دولت د ذخیرو د کېندنو پروګرام پيل کړی چې د ځمکې د سطحې په اوبو د ځمکې لاندې اوبو سرچینې تغذیه او زیاتې کړي.

تر اوسه د کابل ځینو غونډیو کې شاوخوا ۱۶۰۰ متر مکعبه واټرشیټ یا د اوبو ډنډونه کېندل شوې دي.

د کابل نفوس ورځ تر بلې په زیاتېدو او د استوګنې سیمې په پراخېدو دي. ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو فارمونه هم جوړېږي او د معدني اوبو شرکتونه هم مخ په وده دي چې دوی ټول په پراخه کچه اوبه کاروي.

په داسې حالت کې چې تر ځمکې لاندې اوبه په وچېدو دي، ځینې اندېښنه لري چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د اودس لپاره به خلک تیمم ته اړ شي.