افغانستان: اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، خبریالانو ته ګواښونه ډېر شوي

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو له ډېرېدو سره د دغه هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې خبریالانو ته شوي لسګونو ګواښونه ثبت کړي دي. د بي بي سي پلټنې هم ښيي، چې په وروستیو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان د همدې امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان بهر وتلي او ځینې له یوه ولایته بل ته تللي دي.

په افغانستان کې په تېره یو نیمه میاشت کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان د نامالومو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي، چې تر اوسه یې چا مسؤلیت نه دی منلی.

تازه د ازادۍ راډیو مخکیني خبریال نصرت پارسا پر خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې پکې یې ویلي، د ژوندي پاته کېدو په موخه یې هېواد پرېښی دی .

ښاغلی پارسا یوازینی خبریال نه دی چې په دا وروستیو کې د امنیتي ګواښونو له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی، بلکې د بي بي سي پلټني ښيي، چې تېرو اوونیو کې یو شمېر خبریالان د خوندیتوب په موخه له افغانستان بهر وتلي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو یو شمېر ملاتړې ادارې هم مني چې د امنیتي ګواښونو له امله ځینې خبریالان د لنډ مهال لپاره نورو هېوادونو ته تللي خو د کره شمېر له ورکولو ډډه کوي.

په ورته مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال وزیر عبدالمنان شیواشرق وايي، وروستیو دوو میاشتو کې یې نژدې ۴۰ خبریالانو ته د وژنې مخامخ ګواښونه ثبت کړي. ښاغلی شرق زیاتوي، له امنیتي بنسټونو سره یې په ګډه د خبریالانو د خونديتوب لپاره ګامونه اخیستې دي.

دی وایي ''د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت له کورنیو چارو وزارت سره د خبریالانو خوندیتوب په موخه د همغږۍ او اړیکو یو ګډ ګروپ جوړ کړی او په دغه ګروپ کې خبریالان کولای شي، دوی ته ور پېښ امنیتي ګواښونه ثبت کړي. چې پر بنسټ به یې وزارت د هغو د ژوند خوندیتوب په موخه ګامونه اخلي. ۳۰ خبریالانو ته د وژني د جدي ګواښونه شوي او موږ د هغوی د خوندیتوب لپاره کار کوو. ''

ښاغلی شرق وايي، هغه خبریالان، چې د وژنې ګواښونه یې جدي وو، خوندي ځایونو ته استول شوي او په وینا یې یو شمېر خبریالانو ور ته ویلي، د امنیتی ګواښونو له امله یې غوره ګڼلې، چې د لنډې مودې لپاره له افغانستانه بهر ژوند وکړي.

د افغان خبریالانو او مدني فعالانو ځنځیري وژنو، یو شمېر مدني فعالان هم د سر خوندیتوب په موخه له افغانستانه بهر وتللو ته مجبور کړي دي.

وروستۍ بېلګې یې سیاسي فعال عصمت قانع او مدني فعاله زلما خروټې ده. دوی بي بي سي ته ویلي، د امنیتي ګواښونو له امله په هېواد کې د ژوند کړۍ ډېره پرې راتنګه شوه.

زلما خروټي وايي ''په افغانستان کې نارینه او ښځینه خبریالانو ته په وروستیو کې د مرګ ګواښونه ډېر شوي دي، ما هم چې مخکې له بېلا بېلو رسنیو سره مسوولیت تر سره کړی، نور مې په افغانستان کې ځان خوندي نه احساسوه، نو مجبور شوو، له کورنۍ سره بهر ته لاړه شم. ''

که څه هم افغان حکومت د خبریالانو او ټولنیزو فعالانو د وروستیو وژنو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو طالبانو پرلپسې دا ډول تورونه رد کړي او په وروستۍ خبرپاڼه کې یې ویلي، هغه کسان یا ډلې په دغه ډول وژنو کې لاس لري، چې په وینا یې د سولې او په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ مخالف دي.