"د افغانستان نژدې نیمايي وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیون افغانان چې د ټول هېواد نژدې نیم وګړي جوړوي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې روان کال افغانستان کې ۱۵ اعشاریه ۷ میلیون کسانو ته د مرستو رسولو پلان جوړ کړی او وايي د دغو مرستو لپاره ۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

"اوچا" چې له څلورو کلونو راهیسې افغانستان کې بې‌وزله کسانو سره د مرستو پلانونه جوړوي، پخپل تازه رپوټ کې وايي په دې موده کې بېړنیو بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر شپږ برابره لوړ شوی دی.

څلور کاله وړاندې افغانستان کې بېړنیو مرستو ته د اړمنو شمېر ۲ اعشاریه ۳ میلیونه کسان اعلان شوی و.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې په ۲۰۲۱ کال کې له اړمنو افغانانو سره د روغتیا، بېړنۍ سرپنا، زدکړو، خوندیتوب، تغذیي، کرنې او غذايي امنیت او دغه راز پاکو اوبو او حفظ الصحې په ګډون بېلابېلو برخو کې د مرستو پلان جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې له دغو برخو تر ټولو ډېرې پیسې (نژدې ۵۵۴ میلیون ډالر) د خوراکي خوندیتوب او کرنې برخه کې له ۱۷ اعشاریه ۶ میلیونه اړمنو څخه ۱۴.۲ میلیون کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره غوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې د جګړو او تاوتریخوالي ډېرېدل، وچکالي او اقلیمي ستونزې او دغه راز د کورونا وېروس وبا افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د لا خرابیدو او د خلکو د کړاو، لوږې اوګواښونو سره د مخامخ کېدو عمده عوامل بللي دي.

'تېر یو کال کې د اړمنو افغانانو شمېر دوه برابره شوی'

دغه اداره وايي د کوویډ-۱۹ وبا د روغتیايي او ټولنیزو- اقتصادي اغیزو له کبله یوازې په تېر یوه کال کې د اړمنو کسانو شمېر دوه برابره لوړ شوی، ځکه په دې موده کې د خلکو د معیشت سرچینې لمنځه ولاړې او ساتلې محدودې مالي زېرمې یې هم پای ته ورسېدې.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د خوړو کړکېچ

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې په رپوټ کې راغلي چې افغانستان اوس د خوراکي امنیت له اړتیا سره د مخامخ کسانو د شمېر له مخې نړۍ کې دویم ځای لري او په ۲۰۲۱ کال کې به یې له پینځو کلونو د کم عمره ماشومانو په هر دوو کې یو له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وي.

اوچا وايي اقتصادي ستونزو افغانستان کې ګڼ خلک اړ کړي چې پورونه واخلي، په کم عمر کې لوڼې واده کړي او ماشومان د نفقې موندلو لپاره کارونو ته واستوي.

افغانستان کې بشردوستانه همغږې کوونکې پاروتي راماسوامي وايي افغانستان اوس د سختې بېوزلۍ او فقر په درشل ولاړ دی او ۳۵ میلیون وګړي یې د ژوند تېرولو او تر دې له لا سخت بشري وضعیت سره د مخامخ کېدو مخنیوي لپاره د حکومت او نورو مرستندویانو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

۱۶۲ مرستندویه سازمانونه افغانستان کې د اوچا د همغږۍ له مخې چارې پر مخ وړي او دغه اداره وايي د میلیونونو افغانانو د ژوند اوس دغو سازمانونو سره د اړتیا وړ مالي مرستو پورې تړلی دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې له دغو برخو تر ټولو ډېرې پیسې (نژدې ۵۵۴ میلیون ډالر) د خوراکي خوندیتوب او کرنې برخه کې له ۱۷ اعشاریه ۶ میلیونه اړمنو څخه ۱۴.۲ میلیون کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره غوښتي دي.

مېرمن پاروتي راماسوامي پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې په دغه مهم وخت کې د خپل پیوستون په ښودلو سره دغو مرستندویه سازمانونو سره پر وخت او پرانستي لاس مرستې وکړي.

اوچا تېرو کلونو کې د اړتیا وړ مرستو نه کېدو او یا په هغو کې د ځنډ د ناوړه پایلو یادونه هم کړې او وايي د مرستو کمښت او په هغو کې ځنډ له یو کال بل ته د اړمنو کسانو د شمېر د لوړېدو لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره د بېړنو مرستو رسولو کې د غیردولتي ادارو او مدني بنسټونو همکاري هم اړینه ګڼي او له هغوي غواړي چې په دې برخه کې هڅې پراخې کړي.