پر افغانستان د شوروي يرغل ګڼ شمېر افغانانان له خپلو مېنو کډوالۍ ته اړ کړل

د ویډیو تشریح، پر افغانستان د شوروي يرغل زرګونه افغانانان له خپلو مېنو او کورونو کډوالۍ ته اړ کړل
د خپرېدو وخت

يو څلوېښت کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد د ډېسمبر پر ۲۷ مه پر افغانستان ير غل وکړ. ويل یې د افغانانو په بلنه يې دا کار وکړ. يو نيم کال مخکې ترې د خلقیانو کودتا سره افغانستان کې جګړه او تاوتريخوالی پیل شوی و، خو د روسانو له يرغل سره یې پر وړاندې جګړې لا زور واخيست.

پاکستان او لوېديځ لپاره هغه مهال دا وېره هم وه، چې روسان لا نور پر مخ لاړ نه شي او پاکستان هم لاندې نه کړي. يوه بله ستونزه د افغان کډوالو وه، چې د روسانو له يرغل او د جګړې له پيل سره يې خپل کورونه پرېښودل او له ډېورېنډ کرښې پاکستان ته ورواوښتل.

دلته د بي بي سي له ارشيفه د ۱۹۸۰ کال جنورۍ کې د خبريال کيت ګرېوز راپورونه ګورو، چې د هغه مهال کيسه کوي.