رخشانه او د افغان موسیقۍ لپاره یې خدمتونه
د خپرېدو وخت
د افغانستان وتلې سندرغاړې حمیده اصیل چې په رخشانې مشهوره وه د ۸۰ کالو په عمر په امریکا کې مړه شوې ده.
مېرمن رخشانه د افغانستان لومړنۍ سندرغاړې یادېږي. په افغانستان کې دننه او بهر یې مینه والو د دې خبر په اورېدو خپله خواخوږي د دې له کورنۍ سره شریکه کړې ده. د ښوونکې او خیاطې خدیجې او جنرال اصیل خان لور رخشانې لومړی د فروزان په نامه سندرې پیل کړې او وروسته یې نوم رخشانې ته بدل کړ. زموږ همکار سپین ټنی یې پر موسیقۍ او ژوند راته غږېږي.