کابل کې څلور چاودنې؛ څلور کسان وژل شوي څلور ټپیان دي

د خپرېدو وخت

نن شنبه (مرغومې/جدي ۶مه) د پلازمېنې کابل د څلورو مختلفو امنیتي حوزو له اړوندو سیمو د مقناطیسي ماینونو د چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت ويلي په دغو چاودنو کې څلور کسان وژل شوي او په همدې شمېر ټپیان دي.

پولیسو په دغو پېښو کې د دوه کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

وروستۍ چاودنه شاوخوا ۹ بجې د دهبوري سیمې شهید څلور لاره کې د پولیسو پر یوه رېنجر موټر شوې ده.

امنیتي سرچینو ویلي دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي کس ټپي دی.

کهیځ تر دې وړاندې د اتمې امنیتې حوزې اړوند حضوري چمن سره، د شپږمې امنیتې حوزې اړوند پُل سوخته ته نږدې او د ۱۹مې ناحیې عزیزي هوتک بازار کې هم چاودنې شوې وې.

چارواکو ویلي د شپږې حوزې چاودنه د فیض محمد کاتب پر سړک د مهمو اشخاصو د ساتونکې ادارې پر موټر شوې او دوه کسان یې ټپي کړي دي.

خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دې چاودنه کې د ده د ساتونکي امنیتي ټیم مرستیال محمد مهدوي وژل شوی دی.

د کابل پولیس وايي د عزیزي هوتک بازار چاودنه هم د امنیتي ځواکونو پر یوه رېنجر شوې چې دوه سرتیري او یو ملکي کس پکې ټپي شوي دي.

کابل او نورو ښارونو کې په دې وروستیو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي.

ترڅنګ یې هدفي وژنې هم کېږي.

د دغو بریدونو مسوولیت تر ډېره څوک پر غاړه نه اخلي خو حکومت یې پړه پر طالبانو اچوي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح چې د کابل د ښار د امنیت مسئول هم دی، وايي د مقاطیسي ماینونو چاودنې او هدفي وژنې طالبان کوي.

ښاغلي صالح د جمعې پر ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

''هغه بمي چاودنې چې څوک یې مسئولیت نه مني، د مدني فعالانو هدفي وژنې د طالبانو د ترور له ۱۱ تاکتیکونه دوه دي، چې د سولې په خبرو کې یې د خپلې پالیسۍ اړوند لري، دوی غواړي د افغانستان د خلکو سیاسي هوډ مات کړي او ناشوني امتیازات ترلاسه کړي. څه چې رښتیا دي باید وویل شي، په دې برخه کې ابهام مرسته نه کوي. ''

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي صالح د دغو څرګندونو په ځواب کې بي بي سي ته ویلي، چې دوی 'پر غیر نظامي کسانو د بریدونو هېڅ پلان نه لري. '

نوموړی وايي: ''زموږ دښمن معلوم دی، تر اوسه هم پر جګړه ټینګار کوي او دغه پېښې په سوله پورې تړاو نه لري.''

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و "طالبانو د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې د ۳۵ ځانمرګو بریدونو او ۵۰۷ ماین چاودنو په وسیله زموږ ۴۸۷ تنه ملکي هېوادوال شهیدان کړي او ۱۰۴۹ تنه نور یې ټپيان کړي دي".

کابل کې وروستیو چاودنو او هدفي وژنو پر حکومت نیوکې ډېرې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې پر ورځ وویل د کابل امنیتي وضعیت له زغم وتلی او د نوموړي په وینا خلک باید پخپله د ځانونو د امنیت ساتلو لپاره لاس په کار شي.

پر عامو خلکو او افغان چارواکو سربېره ملګرو ملتونو، ناټو او امریکا هم د ناامنۍ وروستۍ پېښې غندلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم افغانستان کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشاره پر خپل ټویتر لیکلي، د "ترهګریزو" بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي.