تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت پاکستان کې د طالب مشرانو د ویډیوګانو په اړه "خپګان او اندېښنه" وښوده
افغان حکومت د هغو ویډیويي کلپونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې چې ظاهراً پکې د افغان طالبانو ځینې مشران پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د خپلو ملاتړو ترمنځ لیدل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان ته د طالب مشرانو له سفر او له پاکستاني چارواکو سره د دوی په لیدو د افغان سولې په اړه هیلې پیدا شوې وې، خو په ورته وخت کې د طالب مشرانو هغه ویډیو کلپونه چې دوی پکې پوځي روزنیزو کمپونو کې لیدل کېږي، د خپګان او اندېښنې خبره ده.
د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه ناوخته په دې هکله اعلامیه کې ویلي، دغه ویډیويي کلیپونه په پاکستان کې د ټولو طالب مشرانو له شتونه پرده پورته کوي او ښيي چې د پاکستان په خاوره کې یې فعالیتونه دوام لري.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د پاکستان په خاوره کې د افغان وسله والو او د دوی د رهبرانو ښکاره شتون او فعالیتونه په ښکاره توګه د افغانستان ملي حاکمیت نقضوي.
یاده دې وي چې طالبانو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو چې قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یوازې له عادي افغان کډوالو او ناروغانو سره لیدلي، او دا کار یې د خپل حق او مسئولیت له مخې کړی.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت 'په کلکه ' له پاکستانه غوښتي چې جنګیالي له خپلې خاورې ګټې اخیستو ته پرېنږدي.
د پاکستان حکومت تر دې دمه د طالب مشرانو د دې ویډیو کلپونو په اړه کوم رسمي وضاحت یا غبرګون نه دی ښودلی.
د امرالله صالح څرګندونې او د طالبانو غبرګون
په دې ویډیويي کلیپونو کې چې په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي، د وسله والو طالبانو د مشر مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني بردار داسې حال کې لیدل کېږي، چې د ټپیانو حال اخلي او یو بل کلپ کې ور ټولو شویو کسانو ته وینا کوي.
همدا راز یوه جلا کلپ کې لیدل کېږي چې یو کس، چې سپین کالي او توره لنګوټه لري، په یوه دښته کې هغو مخپټو کسانو سره روغبړ کوي چې ظاهراً په پوځي تمریناتو اخته دي. خو مالومه نه ده چې دې ویډیو کلپ کې ښودل شوي کسان څوک دي او کلپ څه وخت او کوم ځای اخیستل شوی.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تور لګولی چې ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال کراچۍ ښار ته تللی، هلته یې جګړه کې د ټپي شویو طالب جنګیالیو پوښتنه کړې او همدا راز د طالبانو له یو روزنیر کمپ یې هم لیدنه کړې ده.
ښاغلي صالح پنجشنبه سهار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "ملا برادر کراچۍ کې درې کاره وکړل. هغه په یوه حکومت روغتون کې د هغو ټپي شویو طالب ترهګرو پوښتنه وکړه چې له ویزې پرته هلته دي، د یو روزنیر کمپ لیدو ته ورغی چې ترهګر زدکوونکي وهڅوي، او د پاکستان د حکومت مننه یې وکړه چې تر دې دمه یې د طالبانو په خلاص مټ مرسته کړې".
خو وسلوالو طالبانو د امرالله صالح دا تورونه رد کړي او وایي، ملا برادر پاکستان کې یوازې له عادي افغان کډوالو سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:
"دا ډېره واضحه موضوع ده چې اکثر افغان مهاجر له کلونو راهیسې پاکستان کې پراته دي او له درې میلیونو یې شمېر اوړي. دا چې محترم ملا برادر اخوند له خپلو مهاجرو وروڼو سره لیدلي وي دا د هغوی حق و. په هغوی کې طبعاً محتاج خلک، ځپلي خلک، خوږ شوي خلک او هغه خلک موجود دي چې بېلابېلو برخو کې متضرر شوي دي د هجرت په دومره کلونو کې او خصوصاً په تېرو شلو کلونو کې. نو د هغوی د دلجویۍ لپاره محترم ملا برادر اخوند مسئولیت احساس کړ چې باید لاړ شي او د هغوی احوال پوښتنه وکړي او حالات یې له نږدې وګوري، هغوی ته نوی ډاډ او اطمینان ورکړي. دا یوه وظیفه وه چې سر ته یې رسولې. د کابل ادره غواړي چې په داسې پروپاګندونو سره زموږ فعالیتونه یا زموږ د مشرانو هغه همدردۍ چې له خپلو خلکو سره یې لري تر سوال لاندې راولي، چې کوم ځای نه ورته نیسي".
پر خواله رسنیو تاوده بحثونه
له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې پکې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ظاهراً په یوه روغتون کې د یوه ټپي کس پوښتنې ته ورغلی.
په یوه بله ویډیو کې ملا برادر یو شمېر کسانو ته وینا کوي او ورته وایي چې "ستاسې قربانۍ به نه ضایع کېږي".
له دې ویډیو نه څرګندېږي چې چېرته او څه وخت ثبت شوې دي، او دا هم نه ده روښانه چې هلته ورټول کسان طالبان دي که بل څوک.
خو پر خواله رسنیو ګڼ کسان د دې ویډیوګانو له راښکاره کېدو وروسته تور لګوي چې ملا برادر پاکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د کراچۍ په یوه روغتون کې د ټپي شویو طالب جنګیالیو لیدو ته ورغلی دی.
تر دې دمه په افغان حکومت کې د ټیټې کچې ځینو چارواکو هم ورته تورونه لګول، خو اوس پخپله د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال هم دا خبره کړې ده.
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت پر خواله رسنیو دې راپورته شوي بحث په اړه تر اوسه کوم وضاحت نه دی کړی.
پاکستان ته د طالب پلاوي سفر
تېره اوونۍ د ملا برادر په مشرۍ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د پاکستاني حکومت په بلنه اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
افغان طالبان وایي، په دې سفر کې پر دوه اړخیزو اړیکو، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو، سوداګرۍ او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
دا سفر داسې مهال ترسره شو چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ښکېلو پلاوو په خبرو کې شل ورځنۍ دمه اعلان کړې وه.
یاده دې وي چې ملا برادر او د افغان طالبانو پلاوي له دې وړاندې هم څو ځله پاکستان ته سفرونه کړي او هلته یې د دې هېواد له مشرانو سره کتلي دي.
تېره میاشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، هېواد به یې د افغان سولې بهیر کې پوره مرسته کوي.
افغان حکومت وایي، پاکستان ته د طالب پلاوي دا وروستۍ سفر هم د تېر په څېر له دوی سره په مشوره ترسره شوی دی.
پاکستان بیا بیا ټینګار کوي چې د افغان سولې په خبرو کې د سهولت په نیت د طالبانو استازو ته وخت ناوخت رسمي بلنه ورکوي چې دې هېواد ته ورشي او له پاکستاني مشرانو سره وګوري.